ژبه

د نيمروز والي: ايران پر سرحدي پوستو لسګونه توغندي توغولي

هرات (پژواک، ١٧ لړم ٩١): د نيمروز والي وايي، چې د ايران له لوري د دې ولايت پر سرحدي سيمو باندې لسګونه توغندي توغول شوې دي.

د نيمروز والي محمد سرور ثبات، نن ماښام ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون (د لړم ١٦مه) د مازيګر له څلورنيمو د شپې تر اتو بجو پورې د نيمروز پر سرحدي پامير، کامياب او حاکم پوستو باندې لسګونه توغندي ويشتل شوي دي.

ده زياته کړه، دا چې په ياده سيمه کې يواځې پوستې موقعيت لري او عام خلک په کې نه اوسېږي، نو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ثبات وايي، د موضوع د څرنګوالي په اړه يې نن (د لړم ١٧مه) رسما د سرحدي کمېساري (سرحدي پوليسو) په وسيله د ايران له لوري د دې موضوع په اړه وضاحت غوښتى دى.

د ده په وينا، که څه هم په لومړنيو معلوماتو کې دوى ته ويل شوي، چې ايران په خپله خاوره کې نظامي تطبيقات ترسره کوي او ښايي کومه مرمۍ د افغانستان لور ته راغلې وي.

خو والي وايي، چې په دې معلوماتو بسنه نه کوي او د سبا ورځې په اوږدو کې به له ايران څخه غوڅ ځواب ترلاسه کړي.

له بلې خوا د نيمروز امنيه قوماندان جنرال محمد موسى رسولي پژواک ته ياده پېښه نه رد او نه هم تاييد کړه، خو ويې ويل، چې په دې اړه به د نيمروز والي معلومات ورکړي.

بايد وويل شي، چې په تېرو کلونو کې هم ځو څلې د ايران له لوري په نيمروز ولايت د دغسې بريدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

ورته موضوع