واشنګټن (پژواک ٢٣ لړم ٩١): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال الن د سي. اى. اې د مشر ډيوېډ پيټرايس د جنسي اړيکو په قضيه کې تر څېړنې لاندې نيول شوى دى.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانى لوى قوماندان او د امريکا د استخباراتي ادارې رييس ډيوېډ پيټرايس څو ورځې مخکې وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا وکړه، چې د نوموړي له يوې خبريالې سره د نامشروع اړيکو راپورونه خپاره شول.
ولسمشر بارک اوباما د هغه استعفا منلې ده.
د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا پرون په يوه بيانيه کې دا ومنله ،چې جنرال الن هم په دغو څېړنو کې شامل شوى، خو په ټينګار سره يې وويل، چې جنرال الن به په افغانستان کې پر خپلې اوسنۍ دندې پاتې وي.
د يادونې ده، چې د روان کال تر پايه پورې د جنرال الن دنده هم پاى ته رسېږي او هغه په اروپا کې د ناټو ځواکونو د لوى قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.
ولسمشر بارک اوباما تېره مياشت د بحري ځواکونو مرستيال جنرال جوزېف ډنفورډ يې د جنرال الن د ځاى ناستې په توګه اعلان کړى دى.
پنيټا زياته کړې: ((لکه څرنګه چې دا قضيه اوس تر څېړنې لاندې ده، د حقايقو تر ښکاره کېدو پورې به جنرال الن په افغانستان کې پر خپله دنده پاتې وي.))
درې ورځې مخکې د امريکا د څېړنو مرکزي ادارې (اېف. بي. اى) دفاع وزارت ته په خپل يو راپور کې ادعا کړې وه، چې د پيټرايس په قضيه کې جنرال الن هم ښکېل دى.
د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا وايي، چې د دغو ادعاوو د سپيناوي لپاره جنرال الن هم په پلټنو او څېړنو کې شامل کړى شوى دى.
هغه زياته کړې: ((د جنرال الن موضوع مې نن د دفاع وزارت لوى مفتش ته د نورو څېړنو لپاره راجع کړه، اوس دا قضيه د هغه په لاس کې ده.))
پنيټا وايي، چې د کانګرېس يو شمېر مهمو غړو ته يې هم په دې اړه راپور ورکړى او ټاکل شوې چې د سپيناوي لپاره جنرال الن د کانګرېس د يو کمېسيون پر وړاندې حاضر شي.