منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د سنوکر افغان لوبغاړو په نړيوالو سياليو کې پنځه لوبې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): په اروپايي هېواد بلغاريا کې پيل شوې د سنوکر په نړيوالو سياليو کې دوو افغان لوبغاړو پنځه لوبې ګټلې دي.

دا سيالۍ د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې د لېندۍ په پنځه پيل شوې او اته ورځې به دوام لري.

په دغو سياليو کې له ٤٨ هېوادونو څخه شاوخوا ١٩٠ لوبغاړو ګډون کړى، چې ٤٠ يې ښځينه دي.

د نارينه وو  لوبې په دوو برخو وېشل شوې، چې ٥٠ تنه د ماسټرانو په کټګورۍ کې دي، په دې کټګورۍ کې د افغانستان له لوري صالح محمد او زمري برخه اخيستې  او په عادي کټګورۍ کې رييس خان سينزي او نادر سلطاني برخه اخيستې ده.

د دغو سياليو عادي کټګوري، چې ١٠٠ لوبغاړي په کې برخه لري، په ٢٠ ګروپونو وېشل شوي، افغان لوبغاړى نادر سلطاني په (ح) ګروپ کې  دى، له هغه سره په دغه ګروپ کې کاناډا، فرانسه، اسرايل او د پاکستان لوبغاړي شامل دي.

دغه راز بل افغان لوبغاړي رييس خان سينزى په (ق) ګروپ کې دى او ورسره په دغه ګروپ کې د فنلينډ، بلغاريا، مصر او قبرص لوبغاړي دي.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د لېندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رييس خان سينزي په خپل ګروپ کې درې لوبې کړې او درې واړه يې ګټلې دي.

هغه زياته کړه، چې بل افغان لوبغاړي نادر سلطاني درې لوبې کړې ، دوه يې ګټلې او په يوه کې يې ماتې خوړلې ده.