ژبه

رباني او ګروسمان د سولې پر پروسې وغږېدل

توسط للېت کمارجا

نوومبر 29, 2012 - 8:52 am

Views: 87

واشنګټن (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني چې په يوه رسمي سفر واشنګټن ته تللى، د امريکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمان سره يې د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

تر دې ليدنې وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان سوله د دواړو هېوادونو يو له مهمو موخو څخه ده.

نوموړي امريکا ته د صلاح الدين رباني د سفر د هرکلي ترڅنګ وويل، چې دوى دواړو د افغانانو په مشرۍ د سولې پر روانې پروسې خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني به نن د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن هيلري کلنټن او د هغې له مرستيال تهوماس ار نيډس سره هم وګوري.

ټاکل شوې چې رباني په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوې ځانګړې غونډې ته د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکړي.

صلاح الدين رباني امريکا ته په داسې حال کې په سفر تللى، چې نوموړى دوه اونۍ مخکې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته هم تللى و او له پاکستاني چارواکو سره يې د سولې پر پروسې خبرې اترې کړې وې.

د دغه سفر پر مهال پاکستاني چارواکو د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د منځنۍ کچې ٩ تنه طالب بنديان خوشې کړل.