کابل (پژواک ١١ لېندۍ ٩١): افغان لوبغاړي رييس خان سينزي په اروپايي هېواد بلغاريا کې پيل شوې د سنوکر د نړيوال جام سياليو په درېيم او څلورم پړاوونو کې د اماراتو او هانګ کانګ لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره په اتو غوره لوبغاړو کې ځاى پيدا کړ.
دا سيالۍ د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې د لېندۍ په پنځمه پيل شوې او اته ورځې به دوام ولري.
په دغو سياليو کې له ٤٨ هېوادونو څخه شاوخوا ١٩٠ لوبغاړو ګډون کړى، چې ٤٠ يې ښځينه دي.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رييس خان سينزي د ٣١ لوبغاړو په ګډون په درېيم پړاو کې د اماراتو لوبغاړي محمد الجوکر ته پنځه پر څلور او د ١٦ لوبغاړو په څلورم پړاو کې د هانګ کانګ لي چون واى ته پنځه پر يو ماتې ورکړه.
هغه زياته کړه، چې رييس خان سينزى به نن د اتو غورو لوبغاړو په پنځم پړاو (کوارټرفاينل) کې د تايلينډ له نويون سينخام سره لوبه وکړي.
رحماني وايي، چې د ماسټرانو په برخه کې هم بل افغان لوبغاړي زمري حساس پرمختګ کړى او د بلغاريا لوبغاړي کريسمير ته يې ماتې ورکړې او په ١٦ غوره لوبغاړو کې يې ځاى موندلى دى.
خو رحماني وويل، چې بل افغان لوبغاړي نادر سلطاني په دويم پړاو کې د ويلز هېواد له ګريټ الين څخه ماتې وخوړه او له مخکې تګ څخه پاتې شو.
د يادونې ده، چې دا پړاوونه د ناک اوټ سيسټم له مخې، چې کوم لوبغاړى ماتې وخوري، نو له سياليو ايستل کېږي.










