کابل (پژواک ١٢ لېندۍ ٩١): په بلغاريا کې د سنوکر د نړيوال جام په سياليو کې افغان لوبغاړو په خپلو وروستيو لوبو کې په ماتې سره له پرمختګه پاتې شول.
دا سيالۍ د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې د لېندۍ په پنځمه پيل شوې او اته ورځې به دوام ولري.
په دغو سياليو کې له ٤٨ هېوادونو څخه شاوخوا ١٩٠ لوبغاړو ګډون کړى، چې ٤٠ يې ښځينه دي.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د لېندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان لوبغاړى رييس خان سينزي د اتو غورو لوبغاړو په پنځم پړاو (کوارټر فاينل) کې له تايلينډي سيال نويون سينخام څخه ماتې وخوړه.
هغه زياته کړه، چې د ماسټرانو په برخه کې هم بل افغان لوبغاړي زمري حساس هم له مخکې تګ څخه پاتې شوى او د بلغاريا د لوبغاړي کريسمير پر وړاندې يې ماتې خوړلې ده.










