منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۱ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د پهلوانۍ په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه ترلاسه کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): د پاکستان په پېښور ښار کې د باچاخان د پهلوانۍ په سياليو کې افغان لوبغاړو د سرو زرو د دوو مډالونو په ګټلو سره دويم مقام خپل کړ.

د باچاخان د پهلوانۍ نړيوالې سيالۍ، چې تېره اونۍ د پېښور ښار په قيوم لوبغالي کې پيل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د پاکستان، هندوستان، افغانستان، بنګله دېش او سريلانکا له لسو زياتو لوبغاړو برخه اخيستې وه.

د افغانستان د اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان لوبغاړو احمدمنصور او نوراحمد نوري د ٧٤ او ٨٤ کيلوګرامه وزن په کټګوريوکې خپلو پاکستاني او بنګله ديشي سيالانو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډالونه ورکړل شول.

هغه همدا راز وويل ، چې وکيل حسين الله داد په ۹۶کيلوګرام وزن او بابه جان احمدي په ۶۶ کيلو ګرامه وزن کې د سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې سمندر سروري په ۵۵ کيلوګرامه وزن، خيبر رحيمي په ۶۰ کيلوګرامه وزن او حامد خانزاده په ۱۲۰ کيلو ګرامه وزن کې د برونز مډالونه ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو سياليو کې پاکستان لومړى، افغانستان دويم، هندوستان درېيم، بنګله دېش څلورم او سريلانکا پنځم مقام خپل کړ.

د سياليو په پاى کې د پاکستان د اورګاډي د وزير غلام احمد بلور له خوا پر لوبغاړو ډالۍ او جايزې ووېشل شوې.