منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۱ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د ګونګیانو کرکټ لوبډله سبا له هندوستان سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

اسلام اباد ( پژواک ۲۲ لیندۍ ۹۱ ) د افغانستان د ګونګیانو د کرکټ لوبډله د اسیایي سیالیو په لړ کې سبا د پاکستان په لاهور ښار کې د هندوستان لوبډلې سره لوبه کوي.

د ګونګیانو د لوبډلې روزونکي رییس احمدزي د لیندۍ په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ګونګیانو د کرکټ اسیایي سیالۍ نن په لاهور کې پیل شوې .

هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې د پاکستان، هندوستان، سریلانکا ، نیپال اوافغانستان د ګونګیانو د کرکټ لوبډلې برخه اخیستې ده.

د نوموړي په وینا، سبا به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هندوستان د ګونګیانولوبډلې سره ترسره کوي.

رییس احمدزي وویل چې هره لوبه د ۴۰ اورونو وي او په یوه ورځ دوه لوبې ترسره کیږي.

د ګونګیانو د لوبډلې روزونکي وویل چې د لومړي ځل لپاره دافغانستان د ګونګیانو لوبډله په دې ډول لویو سیالیو کې برخه اخلي.

د ګونګیانو د کرکټ مشر ډاکټر عبدالمنان پژواک اژانس ته وویل چې دې لوبو لپاره یې ښه تیاری نیولی او لوبغاړو یې په کابل کې ښه تمرینات ترسره کړي دي.

ده زیاته کړه چې که څه هم لوبغاړي یې دلویولوبو تجربه نه لري، خو ویې ویل چې له دې سیالیو څخه به تجربه ترلاسه کړي.