منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۳ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

سږ کال له کندهاره د ١٧،٥ ميليونو ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کندهار ښار  (پژواک ٢٢ لېندۍ ٩١): د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې سږ کال له دغه ولايت څخه د ١٧،٥ ميليونو ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، سږ کال په کندهار کې د انارو د حاصلاتو کچه لوړه وه، په ټوليزه توګه د دغه ولايت له باغونو څخه شاوخوا ٣٠ زره ټنه انار ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو انارو ډېره برخه په ناراجستر شوې توګه پاکستان ته وړل شوي او له هغه ځايه بيا د هماغه هېواد په نوم نورو بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي.

ده وويل: ((له کندهار څخه څه له پاسه ٤٦٩٦ ټنه انار په راجستر شوې توګه او د دې څلور برابره نور په نا راجستر شوې توګه بهر ته صادر شوي، چې  مجموعي وزن يې تر ٢٠ زره ټنه زيات دى.))

د نوموړي په وينا، د راجستر شوو انارو ډېره برخه هندوستان، دوبۍ او روسيې ته صادر شوي، چې ټوليز ارزښت يې ٢،٥ ميليونه ډالر دى، خو د ټولو صادرو شوو انارو ارزښت ١٧،٥ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

انجنير عبدالباقي وايي، د تېر کال په پرتله بهر ته د انارو په صادراتو کې هم زياتوالى راغلى دى.

نوموړي وويل: ((روان کال د نورو کلونو په پرتله د کندهار امنيتي وضعيت ښه و، چې هم يې د مېوو پر حاصلاتو او هم پر صادارتو ښه اغېز درلود.))

خو هغه زياته کړه، چې لا هم د انارو باغ لرونکي او د لندې مېوې سوداګر له زياتو ستونزو سره مخ دي.

دى وايي: ((د هېواد د کرنې او ترانسپورټ وزارتونو د کندهار له باغ لرونکو او د لندې مېوې له سوداګرو سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.))

د ده په خبره، ترانسپورټ وزارت هغه اسانتياوې نه دي برابرې کړي، چې له مخې يې تازه مېوې او نور حاصلات بهرنيو هېوادونو ته ولېږدول شي او د دغه ځاى باغ لرونکي او سوداګر ډېره ګټه ترلاسه کړي.

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو د اتحاديې مسوول محمد اکرم هم وايي، چې د هوا له لارې د مېوې لېږد زيات لګښت لري، خو د ځمکې له لارې د لېږد په چارو کې ډېرې ستونزې شته، چې له امله يې د مېوې کيفيت ته زيان اوړي.

هغه پژواک ته وويل، د پاکستان د واګه پر بندر ډېر مهال په مېوې بار موټرونو ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي او يا هم ډېر ځنډول کېږي، چې دغه ستونزه سوداګرو ته ډېر زيان اړوي.

نوموړى وايي، د کندهار د لندې مېوې تر ټولو لوى مارکېټ پاکستان دى، د دغه هېواد سوداګر له باغ لرونکيو څخه په ارزانه مېوه اخلي، خو هغوى يې بيا په ګرانه پلوري، چې ډېره ګټه يې هم دوى ته رسېږي.

هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې د وچې او لندې مېوې د صادراتو په برخه کې دې سوداګرو ته د يوه منظم پلان له مخې د هوا له لارې اسانتياوې برابرې شي، تر څو هغوى د پاکستان له احتياج څخه خلاص شي.

دى وايي، په دې توګه به افغاني مېوه په بهر کې ښه مارکېټ  او لوړه بيه ولري، چې ورسره به د باغ لرونکو لوېدلى اقتصاد هم په پښو ودرېږي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان سيمې اوسېدونکى حاجي احمد شاه وايي، چې سږ کال د انارو حاصلات ښه او  بيه يې هم متوسطه وه.

 

نوموړې وايي، سږ کال يو من انار له ٢ تر ٤ سوه افغانيو پلورل کېدل.

 

خو هغه دا هم وويل، چې د انارو د حاصلاتو پر مهال بې وخته اورښتونو د انارو باغونو ته زيان هم واړاوه.

 

هغه زياته کړه، که په ولسواليو کې امنيت ډاډمن او د کرنې په برخه مرستې او اسانتياوې ډېرې شي، نو د هغوى پر اقتصاد به جوت اغېز وکړي.