منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ګونګيانو په کرکټ لوبه کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۷ کتنې

کابل ( پژواک ٢٥ ليندۍ ۹۱ ) : د پاکستان د ګونګيانو د کرکټ لوبډلې په اسيايي سياليو کې د افغانستان د ګونګيانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ګونګيانو د کرکټ اسيايي سيالۍ تېره اونۍ د پاکستان په لاهور ښار کې پيل شوې، چې په کې د پنځو هېوادونو پاکستان، هندوستان، سريلانکا، نيپال او افغانستان د ګونګيانو د کرکټ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د ګونګيانو کرکټ لوبډلې روزونکي رييس احمدزي د لېندۍ په ٢٥ مه له لاهور څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د هغه په وينا، د دې لوبې پچه د افغانستان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې لوبه وکړه.

احمدزى وايي، چې دا لوبه د ٤٠ پر ځاى ٣٦ اورونو ته راټيټه کړى شوې وه، خو د افغانستان لوبډله په ٢٨ اورونو کې يواځې په ٤٢ منډو وسوځېدله.

د نوموړي په وينا، پاکستانۍ لوبډلې په لسم اوور کې پرته له دې چې کوم لوبغاړى يې وسوځيږي، هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.

ټاکل شوې چې سبا ته د افغانستان او نيپال ترمنځ لوبه ترسره شي، له دې مخکې د افغانستان او هندوستان لوبه د باران له امله مساوي پاى ته رسېدلې وه.