کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩١): د ښوونې او روزنې پوهنتون د باسکټبال لوبډلې د شمشاد ٢٠٢ زون لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د نجونو د باسکټبال سيالۍ د اتلولۍ (اموا) جام خپل کړ.
د يکشنبې په ورځ دغه لوبې د څلورو لوبډلو په ګډون د شمشاد ٢٠٢ زون په ورزشي تالار کې پيل شوې وې، چې د (ليندۍ په ٢٨ مه) د سې شنبې په ورځ د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په بريا پاى ته ورسيدې.
د افغانستان د ورزشکارانو د ملي اتحاديې مشر سيد محمود ضيا دشتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ د نجونو د ورزش د پرمختګ لپاره په لاره اچول شوې وې.
د هغه په وينا، په دغو سياليو کې د شمشاد ٢٠٢ زون، د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، اريانا او ميوند لوبدلو شتون درلود، چې په پايله کې يې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د شمشاد ٢٠٢ زون لوبډلې پاى لوبې (فاينل) ته لاره ومونده.
دشتي زياته کړه، چې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په وروستۍ سيالۍ کې د ٢٦ پر ١٦ له شمشاد ٢٠٢ زون څخه اتلولي تر لاسه کړه.
د ويلو ده، چې په دې سياليو کې د شمشاد ٢٠٢ زون، اريانا او ميوند لوبډلو له دويم مقام څخه تر څلورم پورې مقامونه خپل کړل.
په پايله کې د افغانستان د ورزشکارانو ملي اتحاديې په دې سياليو کې ګډون کوونکو لوبډلو ته جايزې او ډالۍ ورکړې.










