کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩١): د افغانستان د نجونو د کرکټ لوبډله راتلونکې مياشت په اسيايي کرکټ سياليو کې برخه اخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د څانګې مشره ديانا بارکزۍ د مرغومي په څلورمه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه سيالۍ د ٢٠١٣ کال د جنورۍ په ٢٣مه پيليږي.
هغې زياته کړه، په دغو سياليو کې، چې ټاکل شوې نهه ورځې دوام وکړي، د اسيا د دوولسو هېوادونو ښځينه لوبډلې په کې برخه اخلي.
بارکزۍ وايي، چې دا سيالۍ په ټايلينډ هېواد کې په لاره اچول کېږي.
نوموړې زياته کړه، چې په دغو سياليو کې ګډون کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې افغانستان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا، بوټان او متحده عرب امارات او په (ب) ګروپ کې چين، ټايلينډ، سنګاپور، کويټ ايران او د قطر لوبډلې برخه اخلي.
د بارکزۍ په وينا، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ٢٣مه له نيپال سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د څانګې مشره وايي، چې د دغو سياليو لپاره دوى بشپړ چمتووالى نيولى، څو ورځې مخکې يې په کابل کې روزنيز کمپ هم جوړ کړى و.
د هغې په وينا، په دغه کمپ کې تر ٢٠ زياتو نجونو لوبغاړو برخه اخيستې وه، چې له دې ډلې ١٤يې د ملي لوبډلې لپاره غوره کړې او څلور نورې يې ريزرف لوبغاړې دي.
بارکزۍ وايي، چې د روزنيز کمپ پر مهال ښځينه لوبغاړو ته د کرکټ د بېلابېلو برخو په اړه ښه روزنه ورکړل شوې او هيله يې څرګنده کړه، چې لوبډله به يې د ټايلينډو په سياليو کې ښه لاسته راوړنه ولري.
هغې زياته کړه، چې که څه هم لوبډله يې د نورو هېوادونو په څېر پياوړې نه ده، خو وايي، چې په دې ډول سياليو کې د لوبغاړو تجربې زياتېږي.
د کرکټ بورډ د ټاکنيز کمېسيون مشر رييس احمدزى وايي، چې د نجونو په لوبډله کې پياوړې لوبغاړې شاملې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې له ځانه به ښه وړتيا وښيي.










