منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۷ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د فراه زعفران د هرات په پرتله ښه حاصل ورکوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

فراه (پژواک ۴ مرغومى ۹۱): د فراه چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت ښه نتيجه ورکړې، خو کروندګر يې بيا د حاصلاتو لپاره د بازار د نه شتون له امله د دغه بوټي کرلو ته زړه نه ښه کوي.

زعفران تار ته ورته ګلپاڼې لري، چې د يوه بنفشي رنګي ګل له منځه راوځي، اوه کاله عمر کوي او په پيل کې يې پياز (غوزه) په ځمکه کې کرل کېږي.

دغه بوټی د سنبلې او تلې په مياشت کې يو يا دوه ځلې اوبېږي او د لړم په مياشت کې له غوړېدو وروسته، له سهارني نسيم سره يو ځای شکول کېږي او بيا په کورونو کې د دغه بوټي جګري رنګه تارونه له ګله بېلېږي.

د کرنې متخصيصين وايي، چې له زعفرانو څخه په ځينو خوراکي توکو کې د خوند او رنګ او همدارنګه د ځينو ناروغيو، لکه د څېرې د روڼتيا، ساه تنګۍ، د معدې د غښتلتيا، د ويني د کلسټرول او د غوړ د مخنيوي او… په درملو کې ګټه اخيستل کېږي.

د فراه د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست سرپرست انجنير عدالمنان متين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال د دغه ولايت د څېړنيز فارم په يو جريب ځمکه کې په ازمايښتي ډول زعفران کرل شوي دي.

د ده په وينا، دغه ازمايښتي کښت ښيي، چې له په فراه کې د زعفرانو کښت نسبت هرات ولايت ته ښه نتيجه ورکوي، ځکه چې په هرات کې يو جريب ځمکه يو کيلوګرام او په فراه ولايت کې په دې شرط، چې په ټاکلي وخت کې ترسره شي؛ تر دوه کيلوګرامو پورې حاصل ورکوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښه زعفران له رنګ، خوند او ښه بوی نه پېژندل کېږي او د فراه ولايت زعفران نسبت هرات ولايت ته، چې يو کيلو يې په ۶۵ زره افغانۍ پلورل کېږي، د دغو درېيو واړو ځانګړتياو درلودونکي دي .

د ويلو ده، چې په نورو ولايتونو کې هم زعفران کرل کېږي؛ خو هرات يې د کرلو ځاى دى.

د کرنې وزارت تېر کال ويلي وو، چې له هرات ولايت نه يې د زعفرانو ۷۵ ټنه پياز پېرلي، چې په ۱۵ نورو ولايتونو کې به يې د دغه بوټي د کر د ترويج په موخه ووېشي.

انجنير متين وويل، چې د ګلستان، پرچمن، پشترود، انار دره، قعله کاه ولسواليو او د فراه ولايت مرکزي سيمې د زعفرانو د کښت لپاره مساعدې دي.

له تېرو درېيو کلونو راهيسې د فراه ولايت کروندګر زعفران کري.

ډېرى کروندګر د زعفرانو له کښته راضي دي، خو يو شمېر نور بيا د زعفرانو لپاره د بازار نه شتون له دغه کښت نه زړه توري کړي دي.

د قلعه کاه ولسوالۍ د اور انجيران کلي اوسېدونکی اته ويشت کلن مير حمزه، چې زعفران کري، په دې اړه وويل: ((درې کاله کېږي چې په خپله نيم جريب ځمکه کې زعفران کرم او د خرڅلاو له درکه يې ښې پيسې ترلاسه کوم.))

د هغه په وينا، قلعه کاه ولسوالۍ له ايران سره هم سرحده ده او دی د خپلو زعفرانو حاصلات په ايران کې پلوري.

نوموړي زياته کړه: “سږ کال مې د زعفرانو له نيم جريب کښت څخه ، ۸۰۰ ګرامه زعفران لاس ته راوړل او هغه مې د ايران په بيرجند ښار کې وپلورل، نوي زره افغانۍ شوې، چې د بل هر کښت په نسبت يې زما لپاره زياته ګټه وکړه.”

د دې ولسوالۍ کروند وايي، چې دغه زعفران يې په قاچاقي ډول ايران ته وړي او هلته يې پلوري.

د فراه په مرکز کې د چهار باغ کلي اوسېدونکی ۳۵ کلن احمد وايي، وروسته له هغه چې درې کاله وړاندې د “افغان زعفران هرات” دفتر په دغه ولايت کې د سلو کروندګرو لپاره د زعفرانو نيم جريبه کښتونه په وړيا ډول رامنځته کړل، پر څپلو ځمکو زعفران کرم.

دی سره له دې چې د زعفرانو له حاصل څخه راضي دى، خو د بازار له نه شتون يې شکايت کوي.

د شيخ احمد د څرګندونو له مخې، هر کال له همدې کچې ځمکې ۸۰۰ ګرامه زعفران ترلاسه کوي؛ خو دا چې په فراه کې زعفران پېرونکي نه لري، نو د حاصلاتو يوه برخه په خپله مصرفوي او يوه اندازه د تحفې په ډول خپلو دوستانو ته استوي.

نوموړي زياته کړه: “سږ کال مې خپل فارم ويجاړ کړ او پر ځای يې سبست (يو ډول واښه ) کرم.”

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يو شمېر نورو کروندګرو هم، د خرڅلاو د بازار د نه شتون له امله د زعفرانو کر ته شا کړې ده.

خو شيخ احمد وويل، که چېرې د زعفرانو لپاره د خرڅلاو او بازار موندنې ستونزه حل شي، دوی چمتو دي، چې بېرته د زعفرانو کر ته مخه کړي؛ ځکه چې زياته ګټه لري.

د کرنې رياست سرپرست انجنير عبدالمنان متين وايي، چې د دغه رياست له خوا په فراه ولايت کې د زعفرانوکښت د پراختيا او ودې لپاره يو پراخ پلان ترلاس لاندې دى.

سرچينې زياته کړه، چې د زعفرانو د کښت په برخه کې د کروندګرو روزنه، کروندګرو ته په وړيا ډول د فارمونو جوړول، د تخمونو وېش او حاصلاتو ته يې بازار موندنه په دغه پلان کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فراه ولايت له هلمند ولايت نه وروسته د کوکنارو په توليد کې د افغانستان دويم لوی ولايت پېژندل شوی دی.