کندهار ښار (پژواک ٦ مرغومى ٩١): د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې د فوټبال د ولايتي ټورنمنټ په دويمه ورځ د کندهار او فراه لوبډلو تر منځ لوبه وشوه، چې دوه د صفر پر وړاندې د کندهار په بريا پاى ته ورسېده.
دغه لوبه، چې د کندهار د اتفاق او د فراه د منتخبې لوبډلې تر منځ وه، اتفاق لوبډله وتوانېدله، چې خپلې سيالې لوبډلې ته دوه ګولونه ورکړي.
د کندهار د سپورټ آمر محمد الله ګلالي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له اتفاق لوبډلې څخه محمد قاسم پر له پسې دوه ګولونه ووهل، خو د فراه منتخبه لوبډله تر پايه و نه توانېدله، چې مقابلې لوبډلې ته ګول ورکړي.
دى وايي، چې په دې توګه لوبه دوه د صفر پر وړاندې د کندهار په ګټه پاى ته ورسېده.
ټاکل شوې ده، چې سبا د بغلان او د پاکستان د بلوچستان ايالت د چمن لوبډلو تر منځ لوبه وشي.
د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې د فوټبال دغه دوولس ورځنى ولايتي ټورنمنټ تېره ورځ پيل شوى دى.
په دغه ټورنمنټ کې د کندهار د دوو لوبډلو تر څنګ د هلمند، فراه، بغلان، غزني، کندز او د پاکستان د پلوچستان ايالت د چمن ښار لوبډلې برخه لري.
د سپورټ مسوولين وايي، چې د دغه ټورنمنټ لګښت د کندهار ولايت مقام او د دې ولايت د سپورټ امريت له خوا برابر شوى دى او موخه يې په دې ولايت کې د فوټبال لوبې وده او د بېلابېلو ولايتونو د لوبغاړو تر منځ د اړيکو پياوړتيا ده.










