کندهار (پژواک ٦ مرغومى ٩١): د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کې د فوټبال دوولس ورځنى ولايتي ټورنمېنټ پرون ناوخته پيل شو.
په دغه ټورنمېنټ کې د کندهار د دوو لوبډلو ترڅنګ د هلمند، فراه، بغلان، غزني، کندوز او د پاکستان د پلوچستان ايالت د چمن ښار لوبډلې برخه لري.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ټورنمېنټ لګښت د کندهار ولايت مقام او د دغه ولايت د سپورټ امريت له خوا ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، د ټورنمېنټ موخه په کندهار کې د فوټبال لوبې وده او د بېلابېلو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا ده.
د کندهار د سپورټ امر محمدالله ګلالي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوبغاړو لپاره يې د اوسېدو ځايونه چمتو کړي او هر ډول روغتيايي اسانتياوې يې ورته په پام کې نيولې دي.
نوموړي زياته کړه، د دغو سياليو د ښې ترسره کېدا لپاره يې د کندهار او کابل د فوټبال له فدراسيونونو څخه يو با صلاحيته پلاوى ټاکلى، چې د لوبو چارې يې په لاس کې دي او هڅه کوي، چې دغه سيالۍ له کومې ستونزې پرته په ښه توګه ترسره شي.
د ټورنمېنټ په پيل کې د کندهار د احمدشاه بابا لېسې او د هلمند ولايت د لوبډلې ترمنځ لومړۍ سيالې ترسره شوه، چې د ماښام تر ناوخته يې دوام وکړ.
د سپورټ امر وويل، چې دواړو لوبډلو تر پايه ښه لوبه وکړه، چې په پايله کې دغه سيالي يو د يو پر وړاندې مساوي پاى ته ورسېده.
ټاکل شوې ده، چې د دغه ټورنمېنټ په دويمه ورځ به د کندهار اتفاق لوبډله د فراه ولايت له منتخبې لوبډلې سره لوبه کوي.
له بېلابېلو ولايتونو راغلو د فوټبال لوبغاړو خوښي ښودله، چې په دغه ټورنمېنټ کې يې برخه اخيستې ده.
لوبغاړو له پژواک سره په خبرو کې وويل، هڅه کوي، دلته خپل بخت و ازمايي او نندارچيانو ته ښې لوبې وړاندې کړي.
د دغو سياليو نندارې ته د کندهار ښار او ولسواليو زرګونه ننداره چيان راغلي وو او په دې يې خوښي ښوده، چې د ژمي په دې سړو ورځو او شپو کې دغه ټورنمېنټ جوړ شوى او هغوى ته د څو ورځو لپاره د سالمې بوختيا زمينه برابره شوې ده.