جلال اباد(پژواک ١٢ مرغومى ٩١ ) : د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د افغانستان د ملي لوبډلې او الف لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ سبا پيليږي.
د افغانستان دکرکټ بورډ مشر سلاکار وزير شهزاده مسعود د مرغومي په ١٢مه پژواک سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې سبا د مرغومي په ١٣مه، دغازي امان الله خان په لوبغالي کې د ملي لوبډلې او اې لوبډلې تر منځ درې پنځوس اوريزې دوستانه لوبې کيږي.
هغه زياته کړه، چې له څو اونيو راهيسې ملي لوبډله په ننګرهار کې په تمريناتو بوخته ده ، نو د دې په خاطر چې د الف لوبډلې لپاره هم يو څوارلس کسيز ګروپ جوړ کړى شي، دغه لوبې يې په لاره اچولې دي.
نوموړى ټولې هغه ادعاوې په کلکه ردوي ، چې ګوندې په کرکټ بورډ کې سياسي مشران او يا هم د پارلمان وکيلان لاسوهنې کوي او لوبغاړي داړيکو له مخې ټاکل کېږي.
مسعود زياته کړه : (( مخکې کيداى شي داسې کار شوى وي ، خو زما په مشرۍ کې هېڅ کله هم داسې کار نه دى شوى او نه به وشي.))
د افغانستان د کرکت بورډ د رسنيو امر فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل ، چې يادې پنځوس اووريزې يو ورځنۍ لوبې د مرغومي په ١٣مه، ١٥مه او ١٧ مه ترسره کېږي.
هغه زياته کړه ، چې له دې موخو څخه د الف لوبډلې ټاکل او د ملي لوبډلې لپاره د راتلونکو نړيوالو سياليو لپاره د تمريناتو زمينه برابرول دي.
ټاکل شوې ده، چې دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې دافغانستان او سکاټلينډ ترمنځ يو لړ سيالۍ ترسره شي.









