منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د هرات د برېښنا ستونزه هواره شوې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۶ کتنې

هرات (پژواک، ١٢ مرغومى ٩١): د هرات د برېښنا چارواکي وايي، ترکمنستان هېواد له پرون غرمې راهيسې هرات ښار ته برېښنا خوشې کړې ده.

د برېښنا رياست د عملياتي څانګې مرستيال انجنير دلاور مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ترکمنستان څخه هرات ښار ته راغلې برېښنا له څلورو ورځو راهيسې د تخنيکي ستونزې له امله قطع شوې وه.

ده زياته کړه، پرون (د مرغومي ١١مه) له غرمې وروسته ترکمنستان برېښنا راپرېښوده او ډاډ يې ورکړى، چې په هغه هېواد کې يوه توربين ته ورپېښه ستونزه يې هواره کړې ده.

د مرادي په وينا، په روانه مياشت کې ياد شوي هېواد دوه پلا برېښنا قطع کړې ده.

نوموړي له مخکينۍ اطلاع پرته د برېښنا قطع کول د لاسليک شوي تړون په وړاندې سرغړونه وبلله.

د هرات ښار د اوومې ناحيې اوسېدونکي عبدالحميد د برېښنا په راتلو خوښي وښوده، خو ويې ويل، چې لاهم په ورځ کې ٣-٤ ساعته برېښنا نه وي.

ده پژواک ته زياته کړه: ((خوښ يم چې حد اقل برېښنا راغله، څلور ورځې مو د برېښنا د نه شتون له امله اوبه نه درلودې، اوس مو لومړني ضرورتونه حل شول.))

هېره دې نه وي، چې پرون د هرات لسګونو خبريالانو د برېښنا د نشتوالي له امله د ترکمنستان قونسلګرۍ او د دې ولايت د برېښنا رياست په وړاندې اعتراضي غونډه کړې وه.