ژبه

امريکا: د ملا نذير وژل کېدل لويه لاسته راوړنه ده

واشنګټن (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د امريکا دفاع وزارت په سوېلي وزيرستان کې د ملا نذير پر وژل کېدو خوښي څرګنده کړې او دا يې لويه لاسته راوړنه بللې ده.

امريکايي بې پيلوټه الوتکې پرون سهار وختي د سوېلي وزيرستان په انګور اډه کې پر يوه موټر توغندي توغولي، چې په ترڅ کې يې د ياد وزيرستان د طالبانو مشر ملا نذير له ګڼ شمېر وسلوالو سره وژل شوى دى.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت وياند جيورج لېټل پرون خبريالانو ته وويل، که چېرې د ملا نذير د وژل کېدو خبر رښتيا وي، نو دا د امريکا او پاکستان لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

هغه زياته کړه، چې د ملا نذير لاسونه د بې ګناه خلکو په وينو سره و او د هغه وژل لوى پرمختګ دى.

که څه هم تر اوسه د وزيرستان طالبانو د ملا نذير وژنه نه ده تاييد کړې، خو ځايي سرچينې وايي، چې وسلوالو طالبانو د واڼه بازار په ټولو جوماتونو کې اعلانونه کړي چې بازار بند او په جنازه کې ګډون وکړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د ملا نذير جنازه به له واڼه څخه لس کيلو متره لرې د اعظم ورسک په سيمه کې ادا کېږي.

ملا نذير تېره اونۍ په يوه ځانمرګي بريد کې ټپي شوى و، له دې مخکې هم پر ملا نذير دوه ځلې بې پيلوټه بريدونه شوي، خو هغه ترې روغ وتلى و.