کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ په مرسته د افغانيار خصوصي لېسې کرکټ لوبډله په هندوستان کې د ښوونځيو د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې برخه اخلي.
د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې د افغانيار خصوصي لېسې لوبډله د ٢٠١٣ زېږديز کال د جنورۍ په ٢٢مه نېټه له کابل څخه د هندوستان په لوري وخوځېږي.
هغه زياته کړه، چې د کرکټ دا شل اووريزې سيالۍ د هندوستان په لکهنو ښار کې د جنورۍ په ٢٢مه پيلېږي چې په کې د هندوستان د بېلابېلو ښارونو د يو شمېر ښوونځيو لوبډلې برخه اخلي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د هندوستان د ښوونځيو کرکت په سياليو کې د افغان خصوصي لېسې ګـډون د کرکټ په ډګر کې يو مثبت ګام بولي او زياتوي چې اوس مهال کرکټ د هېواد په ښوونځيو کې هم رواج موندلى او زيات پرمختګ يې کړى دى.
هغه زياته کړه، چې دا کار د کرکټ په بنسټيزو پرمختيايي چارو کې مثبتې اغېزې اچوي.
ډاکټر مراد له نوموړې لوبډلې سره د افغانستان کرکټ بورډ ملاتړ په ډاګه کړ او زياته يې کړه، د افغانستان کرکټ بورډ اداره په دا ډول کرکټ لوبډلو وياړي چې تېر ځل يې هم په هند کې په ورته سياليو کې له ۳۲ لوبډلو ترمنځ پنځم مقام ګټلی و او د سياليو په لړ کې يې د ښو اخلاقو جايزه هم ترلاسه کړی وه.










