کابل (پژواک ۲۵ مرغومی ۹۱): په کابل کې ښار کې د اوبو د کمښت لرې کولو لپاره په داسې حال کې هڅې پيل شوې، چې په ۱۳۹۵ کال کې په دغه ښار کې د اوبو د کمښت د سخت ناورين وړاندوينه شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو چارو مرستيال شجاع الدين ضيايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نفوس ډېروالی، وچکالي او د زياتو ښاريانو له خوا د څاه ګانو ايستل، د دې لامل شوى، چې په ښار کې د ځمکې د تل اوبه کمې شي.
هغه زياته کړه، چې نږدې لس کاله وړاندې د کابل ښار تر ځمکې لاندې د اوبو کچه په کال کې ۴۴ ميليونه مترو مکعبو ته رسېده، خو اوسمهال دغه کچه ۳۱ ميليون متر مکعب ته راښکته شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د يو ميليون وګړو لپاره اوبه لرو، مګر هر کال په کابل کې څلور ميليونه وګړي دا ډول اوبه کاروي، همدا علت دی، چې زموږ اوبه کمې شوې دي او تر ځمکه لاندې اوبېزې زېرمې وچېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کابل ښار کې د کاسې په بڼه د اوبو څلور زېرمې شته، چې د افشارو، څرخي پله، په علاوالدين درې لارې سيمو کې او يوه يې د لوګر سيند په اوږدو کې د رحمت اباد په سيمه کې ده.
هغه وويل، چې يادې زېرمې په دغه سيمو کې د خپلسرو ودانيو جوړېدو او کاناليزاسيون دنه شتون له امله د چټلۍ په حال کې دي او که مخنيوی يې ونه شي، نو په درېيو راتلونکو کلونو کې به له کاره ووځي.
ضيايي د اوبو د کمښت او يادو زېرمو د چټلۍ مخنيوي په موخه د لنډمهاله او اوږدومهاله طرحو عملي کول اړين وبلل او ويې ويل، چې که چېرې حکومت په دې اړه جدي اقدامات ونه کړي، نو کابل ښاريان به تر ۱۳۹۵ کال پورې د اوبو د کمښت او چټلۍ له جدي ناورين سره مخ شی.
د ده په وينا، د اوبو او انرژۍ وزارت د دې ستونزې د لرې کولو لپاره اوږدمهاله پلان لري، چې له لارې به يې د پنجشېر او ميدان وردګو د سيندونو مهارولو په اړه اقدام وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د ميدان وردګو سيند، د کابل په “شاه توت” او د پنجشېر سيند د جبل السراج د ګلبهار بند به جوړولو سره مهار او د کابل ښاريانو د اوبو د کمښت د لرې کولو لپاره به يې وکاروي.
شاه توت د کابل ښار په اتلس کيلومترۍ کې د تنګي للندر سيمه کې موقعيت لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چې دغه پروژه د درېيو ميليونو کسانو د څښاک اوبو، د کابل سيند اوبو د دايمي بهير د ځمکتلو اوبو د بډاينې او د همدا راز په کابل ښار کې د څلورو زرو هکتارو نه د زياتې ځمکې خړوب او د ښار د زرغونوالي په موخه عملي کېږي.
ضيايي وويل، چې د دغو بندونو تخنيکي مطالعه په تېرو څلورو کلونو کې بشپړه شوې او د اړتيا وړ پيسو په ترلاسه کولو سره به يې د ډيزاين او ساختمان کارونه هم پيل شي.
د نوموړي په وينا، د شاه توت بند د۴۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېدلای شي او ټاکل شوې، چې دغه پيسې به د نړيوال بانک له خوا ورکړل شي.
خو نوموړي وويل، چې نړيوال بانک د دغه بند ترسره شوي تخنيکي مطالعات کافي نه بولي او وايي، چې يوې کلنې نورې مطالعې ته هم اړتيا ده، چې وروسته به يې د جوړولو پيسې د دغه بانک له خوا ورکړل شي.
د ده په وينا، دغه وزارت هڅه کوي، چې د خبرو له لارې نړيوال بانک ته قناعت ورکړي او راتلونکی کال د دغه بند د ساختمان چارې پيل کړي.
د ضيايي د معلوماتو له مخې، مطالعات څرګندوي، چې د ګلبهار بند د ۱۲۰ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، ۴ ميليونه کسانو ته د څښاک اوبه ورکوي او ۶۰ زره هکتاره ځمکې به هم خړوبې کړي.
هغه وويل، ټاکل شوې د پنجشېر سيند اوبه د پيپونو له لارې کابل ته را ولېږدول شي.
نوموړی وايي، چې د دغه بند د ډيزاين او جوړولو لپاره ۵۰۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده، خو تر اوسه کومې تمويل کوونکې سرچينې ورسره په دې اړه څه وعده نه ده کړې.
خو د ده په وينا، وزارت يې هڅه کوي چې د دې پروژې لپاره هم مرستې را جلب کړي.
هغه وايي، چې د دغو دوو پروژ عملي کېدل لس کاله نيسي او د کابل ښار د اوبو کمښت د لرې کولو لپاره کېدای شي، چې په لنډ وخت کې هم ځيني اقدامات ترسره شي، د بېلګې په ډول د اوبو رسولو رياست له لوري د څښاک اوبو لپاره د نل شبکې تمديد يادولای شو.
هغه زياته کړه: ((د هېواد د اوبو د يوه مسوول په حيث مې په هره رسمي او غير رسمي ناسته کې ويلي دي، چې د کابل اوبه په بد وضعيت کې دي، که چېرته موږ ونه شو کولای، چې ډېر زر د کابل ښاريانو لپاره د لوله غځولو له لارې اساسي اوبه ورکړو؛ نو د اوبو د کمښت له ناورين سره به مخ شو.))
نوموړی همدارنګه وويل، چې تر ځمکې لاندې اوبو د چټلۍ د مخينوی لپاره بايد د ښار فاضلاب سيستم اصلاح او د غير قانوني او خپلسرو ښارګوټو له جوړولو مخنيوی وشي.
د افغانستان د اوبو چمتو کولو او کاناليزاسيونون رييس دادمحمد بهير د ضيايي د خبرو پخلی کوي او وايي، چې دغه رياست د شته ستونزو په پام کې نيولو سره د کابل ښار ټولو برخو ته د نل شبکې د تمديد له لارې د څښاک اوبو رسولو پلان په لاس کې لري.
د ده په وينا، اوس مهال ۴۰ سلنه خلک د نل له لارې د څښاک له اوبو ګټه اخلي، خو د شته پلان له مخې ټاکل شوې، چې په درېيو کلونو کې ټول کابل ښار د دې شبکې تر پوښښ لاندې راشي.
سرچينې څرګنده کړه، چې د نلونو له لارې به د اوبو وېش د يوه منظم پروګرام له مخې تقسيم او د اوبو د ضايع کېدو مخه به ونيول شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام د عملي کېدو لپاره د کابل په بېلابېلو سيمو کې، چې د اوبو زېرمې په کې شتون لري او بېرته له اوبو نه د څاه ګانو ډکولو وړتيا لري، ژورې څاه ګانې کېندل شوې دي.
د بهير د معلوماتو له مخې، دغه پروژه ۱۷۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا لري، چې له دې جملې ۷۰ ميليونه د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې ” USAID ” د المان پراختيايي بانک ” KFW ” او فرانسې له خوا ورکړل شوې دي.
نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، ځيني نورو هېوادونو هم د پاتې سلو ميليونو ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده.
هغه په دې اړه، چې ولې په تېرو کلونو کې دغه ستونزه نه ده حل شوې؟ وويل: ((دوه کاله کېږي، چې دغه رياست په خپلواک شرکت بدل شوی دی، پخوا مو د مسلکي کسانو او بوديجې د کمښت ستونزه لرله، چې په همدې دليل مو کارونه چټک نه وو.
نوموړی وايي، چې د ژورو څاه ګانو د کيندلو په پروسه کې د ځمکو استملاک او تخنيکي ستونزو هم دغه پروګرام ځنډنی کړ.
هغه څرګنده کړه، چې د ښار د کاناليزاسيون برخې د ستونزو د حل لپاره به د نل اوبو د پروژې له بشپړتيا وروسته اقدام وکړي، ځکه چې د دې پروژې له تکميل مخکې يو تمويل کوونکی هم د کاناليزاسيون په برخه کې مرسته نه کوي.
د ده په وينا، د مرستې نه کولو علت يې دا دی، چې فاضلات د زياتو اوبو لپاره اړتيا لري.
د ده په وينا، چې تر ځمکې لاندې اوبو د نه چټلۍ لپاره بايد کابل ښاروالي، هغو ودانيو ته د جوړېدو اجازه ورنه کړي، چې د کاناليزاسيون معياري سيستم نه لري.
کابل ښاروال محمديونس نو اندېش وايي، چې د کاناليزاسيون چاره په ښاروالۍ پورې اړه نه لري او د کاناليزاسيون نه شتون، د کابل ښار جدي ستونزه ده.
هغه وايي، ترڅو چې يو کس د معياري کاناليزاسيون ژمنه ور نه کړي، نو ښاروالۍ د ساختمان جوړولو اجازه نه ورکوي او د ساختمان جوړولو کارونه يې هم څاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار اويا سلنه لوړ پوړې ودانۍ په خپل سر رغول شوې دي.










