کابل ( پژواک ۲۷ مرغومی ۹۱ ) : دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمد نبي د بنګله دیش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته روان شوی دی.
دافغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو د څانګې مدیر ( منیجر) بشیر ستانکزي د مرغومي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بنګله دیش پریمیر لیګ کرکټ سیالۍ ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ پيل شي.
هغه زیاته کړه چې د کرکټ دغه سیالۍ د بنګله دیش کرکټ بورډ په نوښت تیر کال پیل شوي دي او اوس یې ددویم کال سیالۍ ترسره کیږي.
د نوموړي په وینا، د بنګله دیش کرکټ بورډ لخوا اوه لوبډلې جوړ شوې دي چې هره لوبډله د بیلا بیلو شرکتونو او یا ددغه هیواد د سوداګرو لخوا اخیستل شوي او هغوی بیا د بنګله دیش او نورو هیوادونو لوبغاړي د پیسو په بدل کې د خپلې لوبډلې لپاره اخلي.
ټاکل شوې ه، چې په دې سیالیو کې د پاکستان تر لسو زیات لوبغاړي ګډون وکړي،خو دپاکستان او بنګله دیش ترمنځ دسیاسي اړیکو دخرابوالي له امله پاکستان نن اعلان وکړ، چې یادو سیالیو ته خپل لوبغاړي نه لیږي.
بشیر ستانکزي وویل چې د پاکستان د نه ګډون له اعلان سره سم د بنګله دیش د کرکټ بورډ مسوولینو افغان لوبغاړي محمد نبي سره اړیکه نیولې وه او ورته یې په دې سیالیو کې دګډون بلنه ورکړه.
د هغه په وینا، دافغانستان کرکټ بورډ محمد نبي ته په دې سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړه او هغه نن د پاکستان له لارې د بنګله دیش په لوري خوځیدلی دی.
محمد نبي د بنګله دیش پریمیر لیګ له اوو لوبډلو څخه د سیلهیت رایل لوبډلې لخوا اخیستل شویدی، په دې لوبډله کې د بنګله دیش د ملي لوبډلې کپتان مشفق الرحیم، د ویسټ انډیو ټینو بیسټ، انډریو رسل او ډاین سمت ، د ایرلینډ پیاوړی لوبغاړی سټرلنګ او د بنګله دیش نور لوبغاړي شامل دي.
محمد نبي له پاکستان څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک اژانس ته وویل چې د بنګله دیش پریمیر لیګ سیالیو کې دده ګډون ده او هیوادوالو لپاره د ویاړ ځای دی.
هغه زیاته کړه چې دی به تر وروستي بریده هڅه وکړي چې په دې سیالیو کې ښه لوبه وکړي او د افغانستان نوم په نړۍ کې روښانه کړي.
نوموړي وویل : (( دا زما لپاره ښه چانس دی چې په دې سیالیو کې لوبې کولو سره په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د نورو هیوادونو د کرکټ بورډونو او مسوولینو پام ته ځان ته واړوم او دې سره نورو افغان لوبغاړو ته دروازه پرانستل شي.))
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال روزونکي کبیر خان هم د بنګله دیش کرکټ سیالیو کې د محمد نبي ګډون مثبت ګڼي او زیاتوي چې محمد نبي پیاوړی لوبغاړی دی او په دې سیالیو کې خپله وړتیا وښي.
هغه پژواک اژانس ته وویل چې دافغانستان د کرکټ لوبغاړي ډیر استعدادونه لري او په دا ډول نړیوالو سیالیو کې ګډون سره ددوی لوبې نور هم ښه کیږي چې دا هم ددوی او هم دافغانستان د کرکټ لپاره ګټوردی.
د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او لوبغاړی رییس احمدزی هم په بنګله دیش پریمیر لیګ سیالیو کې د نبي په ګډون خوښي څرګنده کړه.
هغه پژواک اژانس ته وویل چې د بنګله دیش کرکټ سیالیو کې د نړۍ د بیلا بیلو لوبډلو څخه پیاوړي لوبغاړي ګډون کوي او نبي کولی شي د هغوی له تجربو څخه ګټه پورته کړي او خپله لوبه نوره هم ښه کړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې په دې سیالیو کې د نبي د ښې لوبې سره به دنړیوالوپام دافغانستان کرکټ او لوبغاړو لوري ته واوړي او په راتلونکي کې د لوبو نور ډیر چانسونه ورکړي.










