منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان لوبغاړی د بنګله دیش کرکټ سیالیو کې ښه وځلید

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل ( پژواک ۲۹ مرغومی ۹۱ ) : دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمد نبي د بنګله دیش کرکټ لیګ سیالیو کې ښه وځلید.

دغه سیالۍ نن داوو لوبډلو په ګډون سره پیل شوې چې پکې د کوربه لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو تکړه لوبغاړي په بیلابیلو لوبډلو کې د پیسو په بدل کې اخیستل شوي دي.

دا لومړي ځل دی چې دافغانستان د کرکټ کوم لوبغاړي په دا ډول سیالیو کې برخه اخلي. 

محمد نبي د بنګله دیش پریمیر لیګ له اوو لوبډلو څخه د سیلهیت رایل لوبډلې لخوا اخیستل شویدی، په دې لوبډله کې د بنګله دیش د ملي لوبډلې کپتان مشفق الرحیم، د ویسټ انډیو ټینو بیسټ، انډریو رسل او ډاین سمت ، د ایرلینډ پیاوړی لوبغاړی سټرلنګ او د بنګله دیش نور لوبغاړي شامل دي.

نن ددې سیالیو د پیل ورځې دوهمه د سیلهیت رایل او باریسال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې دافغان لوبغاړي محمد نبي د ښې لوبې له امله یې لوبډله بریا خپله کړه.

محمد نبي په دې لوبه کې په څلورو اوورونو کې یواځې ۱۵ منډې ورکړې او د سیالې ډلې دوه مهم او پیاوړي لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلي پخوانی کپتان رییس احمدزي د محمد نبي د نننۍ لوبې ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه په دې لوبو کې خپل ګډون سم ثابت کړ.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې نبي نن د لوبې په ډیر حساس وخت کې ډیر ښه بالنګ وکړ او مخالفه لوبډله یې تر فشار لاندې راوستله، چې هغوی بیا تر اخره پورې سمه لوبه ونه شو کړای.