کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩١): افغانستان د ساحلي فوټبال نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې کوربه هېواد قطر ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د سلواغې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون تر ماښام وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د کوربه هېواد قطر لوبډلې ته د څلورو ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه.
رحماني وويل، چې په دې لوبه کې د افغانستان لوبډلې اوه ګولونه او د قطر هغې يواځې درې ګولونه ووهل.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د قطر د ساحلي فوټبال په سياليو کې د افغانستان په ګډون له اسيا څخه ١٦ لوبډلې ګډون لري.
د اولمپيک وياند وايي، چې له دې څخه درې غوره لوبډلې به د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته لاره پيدا کوي چې ټاکل شوې ده، په فرانسه کې ترسره شي.
افغانستان د قطر سياليو په الف ګروپ کې له اسټراليا، عمان او قطر سره لوبې لري.
ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله دويمه لوبه له عمان سره ترسره کړي.
پرون په نورو لوبو کې استراليا عمان ته، لبنان بحرين ته، اماراتو سعودي ته، فلسطين ازبکستان ته، چين عراق ته، ايران فليپين ته او جاپان تايلينډ ته ماتې ورکړه.










