کابل ( پژواک ۴ مرغومی۹۱ ) : دافغانستان د کرکټ بورډ لوبډلې دپاکستان د لاهور ښار لوبډلې د کرکټ په شل اووریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دتمریناتو او یو شمیر ځایي لوبډلو سره د سیالیو په موخه دا مهال د پاکستان په لاهور ښار کې ده.
د کرکټ بورډ درسنیو امر فرید هوتک د سلواغې په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرکټ بورډ لوبډلې نن د لاهور لوبډلې (LCCA) لوبډلې سره شل اووریزه لوبه ترسره کړه.
هغه زیاته کړه چې د لاهور لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۱۲۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۲۲ منډو هدف کیښود.
د نوموړي په وینا، دافغانستان له لوري نسیم بړیڅ څلور ، ګلبدین نایب دوه، کریم صادق او حمید حسن یو یو لوبغاړی وسوځول.
فرید هوتک وویل چې د افغانستان لوبډله دغه هدف په شلم اوور کې ددریو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د کرکټ بورډ د رسنیو امر وویل چې دافغانستان له لوري کریم صادق ۳۷ او جاوید احمدی ۲۰ منډې جوړې کړې.
ټاکل شوې ده، چې افغانستان به ددې سفر پر مهال د پاکستان الف لوبډلې سره هم درې لوبې ترسره کړي.










