منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د نولس کلنو لوبډلې لپاره ۲۰ لوبغاړي وټاکل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل ( پژواک ۱۲ سلواغه ۹۱ ) : د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو کرکټ ملي لوبډلې ټاکلو په موخه له ۴۵۰ لوبغاړو څخه ازموینه اخیستل شوې وه، چې په لومړي پړاو کې له دې ډلې څخه ۳۳ تنه وړ لوبغاړي وټاکل شول.

دکرکټ بورډ درسنیو امر فرید هوتک دسلواغې په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل جچې  د کرکټ بورډ لخوا دغو ۳۳ تنو لوبغاړو ته د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې روزنیز پروګرام په لاره واچول شو، چې د هیواد د ملي روزونکو لخوا  دغو لوبغاړو ته د کرکټ په بیلا بیلو برخو کې  د روزنې ترڅنګ ددې لوبغاړو ترمنځ یو لړ سیالۍ هم په لاره واچول شوې.

هغه زیاته کړه چې له روزنو، تمریناتو او سیالیو څخه وروسته هغو لوبغاړو چې له ځانه څخه وړتیا ښودلې وه او ددوی پخوانیو لوبو او تجربو ته په کتلو سره دافغانستان ټاکنیز کمیسیون ۲۰ کسیزه لوبډله وټاکله، چې ډیر ژر به له هیواد څخه بهر دغې لوبډلې لپاره دوه میاشتنی روزنیز کمپ په لاره واچول شي چې بیا تر دې کمپ څخه وروسته د ۱۹ کلنو ملي لوبډل لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله وټاکله شي.

دغه لوبډله د ۲۰۱۳ کال  په می میاشت کې په مالیزیا کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ایلیټ جام سیالیو کې ګډون کوي، له دې سیالیو څخه به دوه غوره لوبډلې د ۲۰۱۴ کال د  ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لاره پیدا کوي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره غوره شوي ۲۰ لوبغاړي په لاندې ډول دي.

توپ وهونکي (بیټسمینان): وحیدالله، حشمت الله شاهدي، رحیم منګل، ضیاالحق، شوکت زمان، شاهد خان، یونس خان احمدزی او خیببر خان

الراونډران : مسلم خان، ناصر جمال او کریم خان

تیز توپ اچوونکي (فاسټ بالران) محمد ظاهر، فرید ملک، سید شیرزاد، جاوید خان

سست توپ اچوونکي ( سپنران) ضیاالرحمن، ظاهر شهزاد، شرف الدین اشرف.

ویکټ ساتونکي (ویکټ کیپر) منیر احمد او محمد سردار.