کندوز ( پژواک ۱۲ سلواغه ۹۱) : په کندوز ولايت کې د وچې مېوې دحاصلاتو کمښت د هغو په صادراتو هم اغېز کړی ، چې له امله يې بڼوال او دميوې سوداګر زيانمن شوي دي .
دکندوز ولايت دسوداګرۍ او صنايعو خونې د سوداګرۍ د پراختيا خدمتونو مدير مسعود احمد وايي ، چې تېر کال د وچې مېوې محصولات ۳۵ ټنو ته رسېدل ، خو سږ کال يې پنځوس سلنه کمښت موندلی دى .
هغه سړه هوا ، کرنيز افتونه ، داړوندو ادارو په ځانګړي ډول دکندوز ولايت دکرنې رياست نه همکاري د وچې مېوې دحاصلاتو دکمښت عمده لاملونه ګڼي ، هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دسوداګرۍ او صنايعو خونه دخصوصي سکتور ملاتړې ده او دهمدې موخې لپاره له تېرو څو کلونو را هيسې په کندوز ولايت کې د وچو مېوو ټولنې هم فعاليت پيل کړی .
کندوز د شمال ختيځو ولايتونو هغه ولايت دى ،چې د خلکو اقتصاد يې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی .
بادام ، پسته ، غوزان ددغه ولايت په وچو او خبربوزه ، هندواڼه ، مڼه ، انګور او ناک يې په تازه مېوو کې شامل دي .
يو شمېر بڼوال هم وايي ،چې سږ کال دکرنيزو افتونو له امله د وچې مېوې په محصولاتو کې دپام وړ کمښت تر سترګو کېږي .
دکندوز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ يوه بڼوال عبدالخليل وويل ،چې په يو جريب ځمکه کې دبادامو بڼ لري، تېر کال يې ترې يو خروار ( ۵۶۰ کيلو ) حاصل واخيست ، خو سږ کال يې ۴۲۰ کيلو حاصل درلود .
نوموړي ددغه کمښت علت د ( شکرک ) په نامه ديوې نباتي ناروغۍ خورېدل وبلل او وايي ،چې ددغې ناروغۍ لپاره ددرملو دنه شتون په سبب يې ځينې ونې له حاصل ورکولو لوېدلې دي .
شکرک يوه داسې ناروغي ده ،چې دمېوې پاڼې نيسي ، پاڼې يې کمې کمې وچوي او دپاڼوپه مخ کوچنۍ حشرې راپيدا کېږي .
د علي اباد ولسوالۍ يو بڼوال نورولي هم وايي ،چې تېر کال يې دپستې له بڼ څخه ۲۷منه حاصل واخيست ، خو سږ کال يې بيا حاصل ۱۵ منه و .
دغه بڼوال ، په درې جرېبه ځمکه کې دپستې بڼ لري ، وايي ،چې تېر ژمي يې پر محصلاتو منفي اغېز کړی ، ځکه چې ژمی اوږد شو ، نو ځينې ونې يې وچې کړې ،له همدې امله يې کم حاصل تر لاسه کړی .
خو دکندوز ولايت دکرنې رياست مسوولين وايي ،چې سږ کال دنباتي ناروغيو خورېدنه کمه شوې ده .
دکندز ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست دپراختيا او کرنيزو چارو امر عبدالبصير فقيري وويل ،چې دغه رياست له تېرو څو کلونو راهيسې دقوريه لرونکو له ټولنې ،د نويو باغونو په جوړولو او د باغ لرونکو د ستونزو هوارولو په برخو کې مرسته کړې ده .
هغه پژواک ته وويل ،چې په کندوز ولايت کې يې له ۳۶۰۰ جريبه ځمکې څخه ۵۶۷۰ ټنه بادام تر لاسه کړي ، چې دا دتېر کال په پرتله خورا زيات دی .
فقيري وايي ،چې روان کال دخربوزې ۹۵ سلنه حاصلات له منځه تللي ، خو د وچې مېوې حاصلات بيا دخربوزې په پرتله ښه شوي دي .
خو يو شمېر سوداګر بيا وايي ،چې د وچې مېوې دحاصلاتو کچه په ځانګړي ډول دبادامو حاصلات دتېر کابل په نسبت کم شوي دي .
په کندوز کې دبادامو يوه پلورونکي غلام سخی وويل : (( هر کال نږدې سل زره منه بادام له کندوز څخه مزارشريف ته دخرڅلاو لپاره وړم ، خو سږ کال ددې له امله ،چې بادام کم و، يواځې دڅلور سوه منه بادامو په وړلو وتوانېدم .))
هغه زياته کړه ،چې ددوى د وچې مېوې محصولات د بلخ ولايت دمرکز مزارشريف له لارې تاجکستان ، پاکستان او اېران ته صادرېږي .
دمېوې دغه سوداګر وايي ،چې تېر کال يو من بادام په ۸۰۰ افغانۍ و ، خو سږ کال له دې امله ،چې دبادامو حاصلات کم وو ، له زرو افغانيو په لوړه بيه پلورل کېږي .
غلام سخي وويل ،چې تېر کال يې په يو من بادامو کې سل افغانۍ ګټه کوله ، خو سږ کال يې ۵۰ افغانۍ ګټه کړې ، ځکه چې دځينو بادامو زړي د هوا د ور سېدو له امله پوچک دي او عمده سوداګر يې دتېر کال په بيه نه اخلي .
د ويلو ده ،چې د روانې اونۍ په اوږدو کې په کندوز کې دتازه مېوې او سبزيجاتو دساتلو لپاره يوه سړخونه هم ګټه اخيستنې ته وسپارل شوه .
دکندوز ولايت دکرنې رييس محمد نبي رووفي وايي ،چې دغه سړخونه دسولې عالي شورا له بوديجې څخه په دې موخه جوړه شوې ، چې د سولې له پروسې سره ديو ځای شويو وسلوالو مخالفينو لپاره بوختيا رامنځته کړي .
دکرنې رييس زياته کړه ، چې ټاکل شوې په راتلونکي کې درې نورې سړخونې هم جوړې شي ، چې په ټوليز ډول ددغه څلور واړو سړخونو لګښت اتلس ميليونه افغانۍ کېږي او دسولې عالي شورا له بوديجې به ورکړل شي .
سرچينې هيله څرګنده کړه ،چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې په ۱۸۰ جريبه ځمکه کې دپستې بڼونه رامنځته کړي ، چې دغه نوښت به دپستې حاصلات زيات کړي .