کابل ( پژواک ۱۳ سلواغه ۹۱ ) : دافغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې وتلي تیز توپ اچوونکی حمید حسن هم د بنګله دیش پریمیر کرکټ سیالیو کې ګډون کوي.
دافغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد دسلواغې په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې حمید حسن نن له پاکستان څخه د بنګله دیش په لوري روانیږي.
هغه زیاته کړه چې حمیدحسن به د بنګله دیش لیګ ( بي پي ایل) کرکټ سیالیو کې د بریسال برنلز په لوبډله کې ولوبیږي.
نوموړي وویل چې حمید حسن اوس په بشپړه توګه روغ شوی او د پاکستان په لاهور ښار کې د ملي لوبډلې سره ښه تمرینات ترسره کړي او په ځینو لوبو کې یې هم برخه اخستې ده.
د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وایي چې د کرکټ په نړیوالو لیګونو کې د افغان لوبغاړو ګډون دافغانستان کرکټ لپاره لویه لاسته راوړنه ده او افغان لوبغاړي په نړیواله کچه شهرت ترلاسه کوي او د نورو هیوادونو د کرکټ لیګونو پام هم ورته اوړي.
حمید حسن شاوخوا دوه کاله مخکې په متحده عربي اماراتو کې د انګلستان پر ضد د ای سي سي ورلډ الیون لخوا په یوه لوبه کې سخت ټپي شو و او له سیالیو څخه پاتې و.
نوموړي په دې وروستیو کې خپل تمرینات پیل کړي وو او په ځینو سیالیو کې يې هم ګډون کاوه.
دافغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې منیجر شفیق الله ستانکزي د پاکستان له لاهور ښار څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې حمید حسن پرون د لاهور یوې لوبډلې پر ضد دافغانستان په لوبډله کې شامل و او ډیره ښه لوبه یې وکړه.
هغه زیاته کړه چې حمید حسن د پخوا په څیر لس اورونه وکړل او درې مخالف لوبغاړي یې وسوځول.
نوموړي د حمید حسن رغیدل د افغانستان کرکټ لپاره یو ښه زیری وباله او زیاته یې کړه، چې د هغه ګډون سره د هیواد ملي لوبډله نوره هم پیاوړې کیږي.
دیادونې وړ ده چې تردې مخکې هم درې افغان لوبغاړي محمد نبي، شاه پور ځدران او سمیع الله شینواری د بنګله دیش کرکټ لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه په دغه هیواد کې دي.
د حمیدحسن په لوبډله بریسال برنلز کې دبنګله دیشي لوبغاړو ترڅنګ د اسټرالیا بریډهاج او دپاکستان پخوانی لوبغاړی اظهر محمود هم شامل دی.
بریسال برنلز لوبډلې تر اوسه شپږ لوبې کړي دوه یې ګټلي او څلور نورو کې یې ماتې خوړلې ده.










