کابل ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : د پاکستان د کرکټ الف لوبډلې دافغانستان کرکټ لوبډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
دا لوبه نن دسلواغې په ٢٣مه، د پاکستان دلاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه.
په لاهور کې دافغان لوبډلې منېجر شفيق الله ستانکزي د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ددې لوبې پچه د پاکستان الف لوبډلې وګټله او لومړى يې افغان لوبډلې ته دلوبې بلنه ورکړه.
هغه زياته کړه ، چې دافغانستان د کرکټ لوبډله په ٣٩ اورونو کې په ١٢٢ منډو وسوځېدله او سيالې لوبډلې ته يې د ١٢٣ منډو هدف وټاکه.
د نوموړي په وينا، دافغانستان له لوري محمد شهزاد ٣٣، جاوېد احمدي ٢٣ او کريم صادق ١٤ منډې جوړې کړې.
ستانکزى وايي، چې پاکستانۍ لوبډلې دغه هدف په ١٦ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ او عزت الله دولتزي يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
له سکاټلينډ سره د ترسره کېدونکو انټرکانټنينټال سياليو لپاره د تياريو په موخه دافغانستان د کرکټ ۲۲ کسيزه ډله دا مهال د پاکستان دپنجاب ايالت په لاهور ښار کې په تمريناتو بوخته ده.
ددې تمريناتو پر مهال افغان لوبډله له بېلا بېلو پاکستانيو لوبډلو سره دوستانه لوبې لري، چې يو شمېر يې ترسره شوي او ځينې يې پاتې دي.
سبا به دافغانستان او پاکستان الف لوبډلې ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره شي .










