کلات ښار (پژواک ٥ کب٩١): د زابل د اوبو او برېښنا امر وايي، چې په دغه ولايت کې له پنځو ډيزلي جنراتورونو څخه يواځې يو يې فعال دى، چې نه شي کولاى د کلات خلکو لپاره د اړتيا وړ برېښنا توليد کړي.
د زابل د اوبو او برېښنا امر عزت الله وحدت پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې دغه ولايت ته څلور ډيزلي جنراتورونه ور وړل شوي وو.
هغه زياته کړه، چې څه موده وړاندې ياد جنراتورونه استهلاک شول او يوه پايه بل ډيزلي جنراتور له ننګرهار ولايت څخه زابل ته ور وړل شو.
وحدت وايي: ((اوس زموږ يواځې همدا يو جنراتور فعاله دى، پاتې نور استهلاک شوي، اوس دغه جنراتورونه ترميم ته اړتيا لري، څو ځلې مې دغه ستونزه له برېښنا شرکت سره شريکه کړې خو اقدام يې په اړه ونه شو.))
د برېښنا د امر د معلوماتو له مخې، فعال جنراتور د ١،٥ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري خو دغه برېښنا نه شي کولاى، چې له دې پلوه د کلات ښاريانو اړتياوې پوره کړي.
نوموړي زياته کړه، چې په ٢٤ ساعتونو کې يواځې ٦ ساعته د کلات ښاريانو ته برېښنا ورکول کېږي.
د وحدت د معلوماتو له مخې، په زابل کې عامو خلکو ته د برېښنا بيه تر سلو کيلوواټو پورې ١٥ افغانۍ له هغه پورته په ٢٥ افغانۍ ده، خو دولتي او سوداګريزو بنسټونو ته يو کيلوواټ په ٣٥ افغانۍ ورکول کېږي.
هغه وايي، چې له دې لارې لاس ته راتلونکي عايد حتى د جنراتورونو لګښت هم نه شي پوره کولاى.
وحدت زياتوي: ((برېښنا شرکت موږ ته لګښت راکوي خو ټينګار کوي، چې خودکفا شو او د خپلو عوايدو کچه لوړه کړو.))
خو نوموړي وويل، چې د کلات ښاريانو لپاره د برېښنا ټاکل شوې پيسې هم ډېرې زياتې ځکه دي، چې د زابل خلک ډېر غريب دي او نه شي کولاى، چې يادې پيسې ورکړي.
وحدت زياته کړه، که د زابل د شاه جوى د ترنګ پر سينداويا هم د ارغندب پر سيند د اوبو او برېښنا بندونه، چې د سردار محمد داوود خان په وخت کې يې پلان جوړ شوى، جزو شي، سره له دې چې د زابل د برېښنا ستونزه به هواره کړي، ډېرو کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.
خو د افغانستان د برېښنا شرکت عملياتي مشر شکيب احمد نثار پژواک خبري اژانس ته وويل، د برېښنا شرکت ولايتي مسوولين مکلفيت لري، چې خپل جنراتورونه فعاله وساتي.
د هغه په وينا، د برېښنا شرکت يو تخنيکي ټيم لري، چې د ولايتونو له وړانديز سره سم د جنراتورونو د ترميم په موخه استول کېږي.
نثار په زابل کې د څلورو ډيزلي جنراتورونو د خرابوالي په اړه ناخبري وښوده او زياته يي کړه: ((په دې اړه معلومات نه لرم، زه به د جنراتورونو د حفظ مراقبت له مدير څخه پوښتنه وکړم، چې د زابل د جنراتورونو د ترميم په اړه کوم وړانديز ورته شوى او که نه ؟))
دى وايي، په ځينو ولايتونو کې مسوولين او کارکوونکي نه شي کولاى، چې د جنراتورونو د خرابېدو وړاندوينه وکړي او تر هغه ورته انتظار باسي، چې جنراتور له کاره پاتې شي.
د نوموړي په وينا، ټولو ولايتونو ته ابلاغ شوې، چې د جنراتورونو د وړو ترميمولو لپاره ژر برېښنا شرکت ته وړانديز وکړي او لوى عوارض يې په خپل کلني راپور کې ځاى پرځاى کړي.
نثار د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زابل، هلمند، ارزګان او کندهار د هغو ولايتونو په ډله کې دي، چې دولت له سبسايډۍ څخه استفاده کوي، په نورو ولايتونو کې په دې نرخ ډيزلي برېښنا نشته.))
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په ١٤ ولايتونو کې د برېښنا شبکه نشته او له ډيزل جنراتورونو څخه ګټه پورته کېږي.
دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا شته، چې ٨٥٠ مېګاواته يې له بهر څخه وارديږي او پاتې نوره د هېواد د برېښنا په بندونو کې توليديږي.










