منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۸ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

محمدنبي د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ٦ کب ٩١): په متحده عربي اماراتو کې له سکاټلينډ سره د سياليو په موخه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ځينو بدلونونو سره وټاکل شوه.

دا سيالۍ د ۲۰۱۳ زېږديز کال د مارچ په درېيمه (د کب ١٣مه) په متحده عربي اماراتو کې پيليږي چې په ترڅ کې به يې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د لويو وچو يا انټرکانټنينټال کپ څلور ورځنۍ، يو ورځنۍ لوبې او شل اووريزې سيالۍ هم ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په ملي لوبډله کې يو لړ بدلونونه راوستل شوي او د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى محمدنبي عيسى خېل کپتان او شهزاد محمدي يې مرستيال ټاکل شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پرېکړه له پخواني کپتان نوروز منګل سره په مشوره، د کرکټ د لا ودې، پرمختګ او ځوانانو ته د زياتو مسووليتونو سپارلو په موخه شوې ده.

ډاکټر نورمحمد د نوروز منګل ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د نوموړي په کپتانۍ کې د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ کړى، دوه ځلې يې شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کړه او په نورو اسيايي او نړيوالو سياليو کې يې هېواد ته اتلولۍ راوړې دي.

له سکاټلينډ سره د سياليو لپاره د افغانستان لوبډله په لاندې ډول ده.

محمدنبي عيسی خېل (کپتان) شهزاد محمدي (مرستيال کپتان) کريم صادق، نوروز منګل، جاوېد احمدي، محب الله اورياخېل، سميع الله شينواری، ګلبدين نايب، حمزه هوتک، دولت ځدران، عزت الله دولتزی، افتاب عالم، ميرويس اشرف، افسر ځاځی، شبير نوري، شاه پور ځدراڼ، حميد حسن او اصغر ستانکزی په دې لوبډله کې شامل دي.

افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې، دوه يې ګټلې، يوه يې بايللې او يوه مساوي پاتې شوې او د نومرو په جدول کې په درېيم مقام کې ځاى لري.

په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.

تر اوسه پورې ايريلينډ له ٦٧ نومرو سره په لومړي مقام، سکاټلينډ ٤٦ نومرو سره په دويم او افغانستان ٤٤ نومرو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.