کابل (پژواک ٩ کب ٩١): افغانستان د کرکټ په يوې تمريناتي لوبه کې د متحده عربي اماراتو يوې ځايي لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلينډ سره د انټرکانټنينټال سياليو په موخه وړمه ورځ متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده، دا لوبې په شارجه کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد ملي لوبډلې پرون ناوخته د متحده عربي اماراتو له يوې ځايي لوبډلې سره تمريناتي لوبه ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د اماراتو ځايي لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې يې ١٢٨ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٢٩ هدف ورکړ.
د هوتک په وينا، د افغانستان له لوري حمزه هوتک څلور، محمد نبي، ميرويس اشرف او حميد حسن يو يو لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې افغانستان دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري شهزاد محمد ٦١، محمد نبي ٣٠ او سميع الله شينواري ١٥ منډې جوړې کړې.
له سکاټلينډ سره سيالۍ د ۲۰۱۳ زېږديز کال د مارچ په درېيمه (د کب ١٣مه) په متحده عربي اماراتو کې پيليږي، چې په ترڅ کې به يې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د لويو وچو يا انټرکانټنينټال کپ څلور ورځنۍ، يو ورځنۍ لوبې او شل اووريزې سيالۍ هم ترسره کېږي.
افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې دي، دوه يې ګټلي، يوه يې بايللې او يوه مساوي پاتې شوې او د نومرو په جدول کې په درېيم مقام کې ځاى لري.
په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.
تر اوسه پورې ايريلينډ له ٦٧ نومرو سره په لومړي مقام، سکاټلينډ ٤٦ نومرو سره په دويم او افغانستان ٤٤ نومرو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.










