ژبه

چک هيګل : دافغانستان په اړه څرګنده تګلاره لرو

واشنګټن ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : دامريکا ددفاع نوى وزير وايي ، چې هېواد يې په افغانستان کې څرګنده تګلاره لري او تر ٢٠١٤ کال پورې به خپل ټول سرتېري له دغه هېواد اوباسي.

چک هيګل د دفاع وزير په توګه د ولسمشر بارک اوباما لخوا تر نوماند کېدو وروسته وړمه ورځ له سنا مجلس څخه د باور رايه واخيسته او پرون يې د خپلې نوې دندې سوګند ياد کړ.

هغه د سوګند تر مراسمو وروسته خبريالانو ته وويل ، چې دوى په افغانستان کې څرګنده تګلاره او موخه لري .

د نوموړي په وينا، د همدې تګلارې له مخې، دوى غواړي چې د ٢٠١٤ کال تر پاى پورې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه اوباسي.

هيګل زياته کړه : (( اوس مهال په افغانستان کې ٦٦ زره جګړه ييز ځواک لرو، خو ددې ترڅنګ پر دې هم کار کوو، چې تر ٢٠١٤ کال پورې افغان ځواکونو ته دامنيت دلېږد پروسه په برياليتوب سره ترسره کړو.))

د نوموړي په وينا، افغان ملي ځواکونه اوس ډېر پياوړي شوي او د خپل هېواد د ډېرې برخې مسووليت يې پر غاړه اخيستى او ډېرى عمليات هم ددوى لخوا ترسره کېږي .

دفاع وزير وويل، چې د روان کال ترپايه پورې به ٣٤ زره امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

چک هيګل زياته کړه ،چې امريکايي ځواکونه له خپل هېواد او ولسونو څخه ددفاع په حالت کې دي ، خو تر لس کلنې جګړې وروسته اوس هم په ځينو سيمو کې ننګونې شته .