کابل ( پژواک ۱۲ کب ۹۱) : د افغانستان دفوټبال ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ ليدنه کې داسيا چلنچ کپ په سياليو کې سريلانکا ته يو پر صفر ماتې ورکړه .
داسياچلنچ کپ سيالۍ په لاووس کې د۲۰ هېوادونو په ګډون په لاره اچول شوي ،چې دسياليو په پايله کې به اتله لوبډله داسيا دملتونو دفوټبال جام په سياليو کې د شتون جواز ترلاسه کړي .
دچلنچ کپ په سياليو کې حاضرې لوبډلې په څلور ټيمی پنځو ډلو وېشل شوي او يو له بل سره مخامخ کېدلای هم شي ، داسياچلنج کپ سيالۍ په هر يوه کال کې يو ځل په بېلابېلوهېوادونو کې داسيا د فوټبال کنفدارسيون تر نظرلاندې جوړېږي .
داسيا دفوټبال کنفدارسيون ، دافغانستان دفوټبال ملي لوبډله هم د دويمې درجې دلوبډلې په نوم داسيا په چلنج کپ سياليوکې داخلې کړې ده .
د افغانستان دفوټبال ملي لوبډله نن ( ۱۲ کب ) دچلنج کپ په مقدماتي سياليو کې په لاووس کې په خپله لومړۍ لوبه کې له سريلانکاسره مخامخ شوه ، چې په پايله کې يې سريلانکا ته يو پر صفر ماتې ورکړه .
ددغوسياليو دلومړۍ نيمايي په ۴۴ دقيقو کې بلال اروز وتوانېد ،چې افغانستان دملي لوبډلې په ګټه خپل لومړنى ګول ووهي .
ټاکل شوې ،چې افغانستان دکب په ۱۴ مه له منګوليا سره سيالي وکړي او له دې څخه دوه ورځې وروسته دکوربه هېواد لاووس پر وړاندې سيالۍ ته راووځي .
داولمپيک ملي کمېټه وايي ،چې د هېواد ملي لوبډلې ښه تمرينونه درلودل او تمه ده ،چې له دغو سياليو څخه به ښې لاس ته راوړنې هم ولري .
دا په داسې حال کې ده ، چې دچلنچ کپ په تېره سيالۍ کې دافغانستان دفوټبال ملي لوبډله وتوانېده ، چې تر وروستي پړاو پورې مخ پر وړاندې لاړه شي .
وروستۍ لوبه يې د هند له ملي لوبډلې سره په ښه ډول تر سره کړه ، خو په دويمه نيمايي کې دافغانستان د ملي لوبډلې دروازه وان دسره کارت په اخيستلو له لوبغالي ووېستل شو او له دې سره نورو لوبغاړو هم خپله روحيه له لاسه ورکړه او افغانستان خپله لوبه هند ته وبايلله .










