باميان (پژواک ۱۲ کب ۹۱): د باميان ولايت د سکي لوبغاړو د بابا د واورينو غرونو لړۍ کې له بهرنيو لوبغاړو ياده سيالۍ ګتلې ده.
دغه سيالۍ تېره ورځ د امريکا، انګلستان، اسټراليا، فرانسې، ناروې، فنلنډ او نيوزيلنډ په ګډون د ۹ هېوادونو او د باميانو، کابل او بلخ ولايت د لوبغاړو ترمنځ د باميانو د مرکز په شهيدانو سيمه کې ترسره شوې.
په پيل کې د داورانو له حکم سره سم ۳۰ لوبغاړو له خروجي دروازې نه حرکت وکړ او هر يوه هڅه کوله، چې خپل ځان د غره سر ته ورسوي او وروسته له هغه ځای نه راښکته شي.
د سکي هر لوبغاړي، چې ډېره چټکتيا درلوده او د غره سر ته په ختلو سره له سکي لوبې نه وروسته بېرته به يې داخلي دراوزې ته ځان رساوه، د دې سيالۍ ګټونکی اعلانېده.
همدارنګه د سکي بهرني لوبغاړي په خپل زيات مهارت سره د غره له سره لوبه وکړه او د چتر په واسطه خپل ځانونه را پرېښودل، نږدې دوه کيلومتره واټن يې د هوا له لارې وواهه او ځمکې ته راښکته شول.
خو په پايله کې د باميان سکي بازان د دې لوبې ګټونکي شول او محمدسجاد، محمدرحيم او محمدخليل په خپل نوبت سره لومړی، دويم او درېيم مقامونه خپل کړل.
محمدسجاد پژواک خبري اژانس ته وويل: “زه له خپلې بريا دومره خوښ نه يم، مهمه دا ده، چې موږ د سکي له بهرنيو لوبغاړو سره سيالي وکړه، دغه سيالي زموږ لپاره خوندوره وه.”
هغه زياته کړه، همدا چې بهرني سکي بازان له بېلابېلو بهرنيو هېوادونو دلته راغلل او د دوی کوربه باميان د سکي لوبي فن ښکاره کړ، د خوښۍ ځای دی.
محمدسجاد زياته کړه، ده دوه کاله وړاندې د بهرنيو روزونکو له خوا د سکي لوبه زده کړې او اوسمهال په باميانو کې د سکي لوبغاړو شمېر لسګونو ته رسېږي.
د ښځو په ګډون په لسګونو کسانو د دې لوبې ننداره وکړه او لوبغاړي يې په چکچو هڅول.
د شهيدان يوه اوسېدونکي غلام حيدر وويل: “نن مې په ژوند کې واقعاً د خوښۍ يوه ورځ ده، په ريښتيا چې دا سکي بازي حيرانوونکې ده.”
هغه زياته کړه، چې سکي بازان له يوه لوړ غره نه په زيات سرعت سره ښکته راتلل، فکر کېده چې خپل تعادل به له لاسه ورکړي او ژوند به يې له ګواښ سره مخ شي، خو هغوی په ځانګړي مهارت او راحت سره لوبه وکړه او خلکو يې هرکلی کاوه.
د باميانو والي حبيبې سرابې، باميانو ته د دغو لوبغاړو له راتګ هرکلی وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې د دغو سياليو ادامه به په باميانو کې د ګرځندوی د صنعت لپاره ګټوره وي.
هغې زياته کړه، چې باميان نه يواځې په پسرلي کې د ليدلو او ګرځندوی لپاره وړ ځای دی، بلکې په ژمي کې هم د ګرځندويانو د جذب او راښکون ظرفيت لري.
مېرمن سرابي زياته کړه، چې د باميانو خلک يواځې د ګرځندوی د ودې له اړخه کولای شي ښه اقتصاد ولري او سکي لوبه يو له هغو لارو نه ده، چې د اغاخان پراختيايي موسسې (اکيدن) او په باميانو کې د نيوزيلنډ د ولايتي بيارغونې ډلې (PRT) په مرسته د دې زمينه مساعدولای شي، چې د نړۍ سکي بازان راشي او سيالي وکړي.
دغه سيالي د ايکوتوريزم او راه ابريشم ګرځندوی شرکت په همکاري په لاره اچول شوې وه.
ايکوتوريزم هغه دفتر دی، چې پنځه کاله وړاندې د نږدې دوه ميليونه ډالرو په لګښت په باميانو کې د نيوزيلنډ د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه را منځته شو.
د اغاخان په دفتر کې د ګرځندوی د پراختيا څانګې مسوول محمدامير پژواک ته وويل، چې دغه سيالي د نړيوالو لپاره ګڼ پيغامونه لري او باميان به د امنيت او ګرځندوی له اړخه معرفي کړي.
د هغه په وينا، دا په باميان کې د سکي درېيمه سيالي ده او تر اوسه پورې د بېلابېلو هېوادونو ۱۵۰سکي لوبغاړي په دغو درېيو پړاوونو کې ګډون کړی دی.
په هغو سياليو کې چې تېر ژمی د بابا غره په لمنو کې د ۱۲ کورنيو ښځينه او بهرنيو لوبغاړو او باميانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوې، د باميان ډلې بريا ترلاسه کړه.
سکي لوبې له ۱۳۸۷ کال نه را په دېخوا د باباغره په لمنو کې دود شوې، چې د بهرنيو سکي لوبغاړو په وينا، باميان په افغانستان کې د سکي لوبې لپاره يو مناسب ځای ګنل کېږي.
د بابا او عروس غرونو لړۍ د باميانو له لوړو غرونو څخه دي او د بابا غره تر ټولو لوړه څوکه د شاه فولادي په نامه يادېږي، چې د سمندر له سطحې نه ۵۱۴۷ متره لوړوالی لري او د باميانو د مرکز په سوېل کې موقعيت لري.
د بابا غر په ۱۳۹۱ کال کې په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د ساتنې په لېست کې شامل شو.










