منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۸ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ په شل اووریزه لوبه کې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۹ کتنې

کابل ( پژواک ۱۴ کب ۹۱ ) : افغانستان د کرکټ په شل اووریزه لوبه کې چې تیره شپه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د کب په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې پخپله دلوبې یا بیټنګ کولو پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه چې دافغانستان لومړني لوبغاړي کریم صادق او نوروز منګل ژر ژر وسوځیدل، خو د شهزاد محمدي او اصغر ستانکزي د ښې لوبې له امله ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې او سکاټلینډ ته یې د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.

د هوتک په وینا، دافغانستان له لوري شهزاد محمدي ۵۵، اصغر ستانکزي ۳۰ او ګلبدین ۱۵ منډې جوړې کړې.

نوموړی وایي چې دسکاټلینډ یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوخیدو ۱۰۵ منډې جوړې کړې اودغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۷ مندو په توپیرسره وګټله.

دافغانستان له لوري محمد نبي دوه ، افتاب عالم، کریم صادق او  سمیع الله شینواری د سکاټلینډ یو یو لوبغاړی وسوځول.

محمد شهزاد ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

نن به ددواړو هیوادونو ترمنځ دویمه لوبه ترسره شي.