منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۹ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د منګوليا لوبډله هم په ګونډو کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک ١٤ کب ٩١): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د اسيا چيلينج کپ په دويمه سيالۍ کې، د منګوليا لوبډلې ته يو پر صفر ماتې ورکړه.

داسياچلنچ کپ سيالۍ  په لاووس کې د۲۰ هېوادونو په ګډون په لاره اچول شوي ،چې حاضرې لوبډلې په څلور ټيمي پنځو لوبډلو وېشل شوې دي.

 داسياچلنج کپ سيالۍ داسيا د فوټبال کنفدارسيون تر نظرلاندې جوړېږي، ددغو لوبو په پاى کې اتل ټيم د اسيا هيوادونو فوټبال جام سياليو کې د شتون جواز تر لاسه کوي.

 داسيا دفوټبال کنفدارسيون ، دافغانستان دفوټبال ملي لوبډله هم د دويمې درجې دلوبډلې په نوم داسيا په چلنج کپ سياليوکې داخله کړې ده .

 د افغانستان دفوټبال ملي لوبډله نن ( ١٤ کب )  دچلنج کپ په مقدماتي سياليو کې په لاووس کې په خپله دويمه لوبه کې له منګوليا سره مخامخ شوه ، چې په پايله کې يې منګوليا ته يو  پر صفر ماتې ورکړه .

 دغه سيالي د افغانستان پر وخت نن له غرمې مخکې تر سره شوه، چې لومړۍ نيمايي له ګول پرته پاى ته ورسېده، خو په دويمه نيمايي په ٦٠ دقيقه کې بلال ارزو د لوبې لومړنى ګول وواهه.

 دا په داسې حال کې ده ، چې بلال اروز دوه ورځې وړاندې له سريلانکا سره په لومړۍ لوبه کې وتوانېد ،چې افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه خپل لومړنى ګول ووهي .

 د اسيا چيلنج کپ سياليو له پيله مخکې د افغانتسان د ملي لوبډلې مربي يوسف کارګر ويلي و، چې د افغانستان لوبډله دغو سياليو ته پوره چمتوالى لري.

د چيلينج کپ په تېرکال سياليو کې افغانستان تر پايه پورې خپلو لوبو ته دوام ورکړ.

 وروستۍ لوبه يې د هند له ملي لوبډلې سره په ښه ډول تر سره کړه ، خو په دويمه نيمايي کې دافغانستان د ملي لوبډلې دروازه وان دسره کارت په اخيستلو له لوبغالي ووېستل شو او له دې سره نورو لوبغاړو هم خپله روحيه له لاسه ورکړه او افغانستان خپله لوبه هند ته وبايلله

ټاکل شوې، چې د هېواد ملي لوبډله (١٦ کب) له ميزبان هېواد لاووس سره مخ شي.