منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکت په یوه ورخنۍ نړیواله لوبه کې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک ۱۶ کب ۹۱ ) : دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکت په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.

دا لوبه نن د کب په ۱۶مه، د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه د سکاټلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله د بیټنګ پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه چې دسکاټلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې داتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۰۰ منډو هدف کیښود.

دافغانستان له لوري ګلبدین نایب، ۴، دولت ځدران او حمید حسن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دافغانستان د کرکټ ملي  لوبډلې یاد هدف په ډيرې اسانۍ په څلور دیرشم اوور کې یواځې ددریو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري نوروز منګل ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او پرته له سوځیدو یې د شپږو شپږیزو په مټ یې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

دغه راز سمیع الله شینواري هم ډیره ښه لوبه وکړه او هغه هم له سوځیدو  پرته پنځوسیزه ووهله او ۵۵ منډې جوړې کړې.

نوروز منګل ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

تر دې مخکې هم افغانستان له سکاټلیند څخه دوه پرله پسې شل اووریزې لوبې ګټلې دي.

دافغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود پر دې بریا ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.