منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان دکرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم سکاټلینډ ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

كابل ( پژواک ۱۸ کب ۹۱) : دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره دیو ورځنیو لوبو لړۍ هم پخپل نوم کړه.

دا لوبه نن د کب په ۱۸مه، د متحده عربي اماراتو دشارجې ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

ددې لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بالنګ پریکړه وکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل  چې دسکاټلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۶۰ منډو هدف کیښود.

د نوموړي په وینا، دافغانستان له لوري سمیع الله شینواري ۳، دولت ځدران ، نبي عیسی خیل ۲ او حمید حسن یو لوبغاړی وسوځاوه.

هوتک وایي چې افغانستان د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوځیدو په نهه څلویښتم اوور کې  ترلاسه کړ ، دا لوبه یې وګټله او د یو ورځنیو لوبو لړۍ یې پخپل نوم کړه.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر محمد نبي ډیره ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله، هغه ۵۱، شهزاد محمدي ۴۸ ، نوروز منګل۳۰، سمیع الله شینواری ۳۰،  رحمت شاه۳۵ ،  اصغر ستانکزي ۲۸ او ګلبدین ۲۱ ناسوځیدلې منډې وکړې.

سمیع الله شینواری ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو

افغانستان تر دې مخکې هم به یوه ورځنۍ او دوو شل اووریزو لوبو کې سکاټلینډ ته ماتې ورکړې وه.

دافغانستان کرکټ بورډ لوی رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرايیوي رییس پر نننی بریا دافغانستان ملی لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

شهزاده مسعود وایي چې کرکټ تل هیواد والو ته خوښۍ ورپه برخه کړي دي او د ملي لوبغاړو یو ځل بيا نن نړیوالو ته وښوده، چې دوی له چا څخه کم نه دي.