لښکرګاه (پژواک ٢١ کب ٩١): د هلمند چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې شپږ مخالفين وژل شوي دي.
د هلمند ولايت د دفتر رييس محمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د ملي اردو ځواکونو د کجکي په پاى سنګ سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
ده زياته کړه، په دې دوه ساعته نښته کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان ملااحمد په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سرچينه دغه راز وايي، چې د يادې ولسوالۍ په شيري مانده سيمه کې نن سهار د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د يادو پېښو په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې د نوزاد ولسوالۍ په چاودنو کې يې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د ولايت چارواکي دا خبره نه مني.