منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان سکاټلینډ ته د ماتې په د رشل کې دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل ( پژواک ۲۳ کب ۹۱ ) : د انټرکانټنينټال کپ سيالۍ په لړ کې د سکاټلينډ او افغانستان ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه  چې پرون شوې ده، افغانستان سکاټلینډ ته د ماتې ورکولو په درشل کې دی.

د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ دغه څلور ورځنۍ لوبه د کب په ٢٢مه، د متحده عربي په ابوظهبۍ ښار کې پيل شوې ده. د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې سکاټلينډ ته د لوبې بلنه ورکړه.

د افغانستان د تېز توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سکاټلینډ ټوله لوبډله پخپل لومړي وار (اننګز) کې په اته دیرشم اوور کې په ۱۲۵ منډو وسوځیده.د  سکاټلینډ له لوري یواځې ټیلر ښه لوبه وکړه او ۴۸ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د سکاټلينډ شپږ لوبغاړي يې وسوځول. دغه راز ميرويس  اشرف درې او سميع الله شينواري  يو لوبغاړى وسوځاوه.

د افغانستان ملي لوبډله پرون پخپل لومړي اننګز کې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۰ منډې جوړې کړې وې، او نن یې په دویمه ورځ خپلې منډې تر ۲۷۵ پورې ورسولې او وسوځیدل.

دافغانستان له لوري رحمت شاه ۶۷،  شهزاد محمدي په ۴۱ ، شبیرنوري ۳۳، نوروز منګل ۱۹ ،  او  اصغر ستانکزي ۴۱ منډې جوړې کړې .

دغه راز افغانستان پر سکاټلینډ ۱۵۰ منډې زیاتې کړې، سکاټلیند پخپل دویم وار کې نن د ورځې تر پایه پورې ۱۴۴ منډې جوړې کړې او ۹ لوبغاړي یې سوځیدلي دي.

د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي یوځل بیا ښه لوبه وکړه او پنځه لوبغاړي یې وسوځول، دولت ځدران درې او میرویس اشرف یو لوبغاړی وسوځاوه.

سکاټلینډ تر اوسه دافغانستان زیاتې منډې نه دي پوره کړي او افغانستان ته د ګټلو لپاره دیوه بل لوبغاړي سوځول پاتې دی.

دې لوبې په لومړي اننګز کې افغانستان له سکاټلینډ څخه منډې زیاتې کړې چې له امله افغانستان ته شپږ نومرې ورکړل شوې دي. او د انټرکانټنینټال کپ د نومرو په جدول کې یې دویم مقام خپل کړ، تر دې مخکې افغانستان په درییم مقام کې و.

افغانستان تر دې مخکې په اماراتو کې  له سکاټلينډ څخه دوه يو ورځنۍ او دوه شل اووريزې سيالۍ ګټلې دي.

افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې دي، دوه يې ګټلي، او دوه یې مساوي پاتې شوې دي.

په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.

تر اوسه پورې ايريلينډ له ٦٧ نومرو سره په لومړي مقام، افغانستان ۵۰ نومرو سره دویم ،  سکاټلينډ ٤٦ نومرو سره په دریم  مقام کې ځاى لري.