کابل (پژواک ٢٣ کب ٩١): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نيپال کې د اسيا د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې ګډون کوي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ د مارچ په ٢٦ مه پيليږي او د اپرېل تر درېيمې پورې به دوام وکړي.
هغه زياته کړه، چې له دغو سياليو دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام غوراوي سياليو ته لاره مومي.
ده وويل، چې افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ درلود او اماراتو د کوربه هېواد له امله لا د مخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.
د نوموړي په وينا، دا سيالۍ په دوو ګرپونو کې وېشل شوې؛ په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په (ب) ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل دي.
افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١مو کلونو کې د دغو سياليو اتلولۍ خپلې کړې او دغه ځل به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
د افغانستان لوبډله په لاندې ډول ده:
محمد نبي (کپتان)، کريم صادق، شاپورځدران، نسيم بړېڅ، نجيب الله ځدراڼ، فضل نيازی، ګلبدين نايب، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، محمدنسيم، دولت ځدراڼ، محمدسميع اغا، افتاب عالم او حمزه هوتک.
کبير خان روزونکى، رييس احمدزى مرستيال روزونکى، مدير روح الله تره خېل او شهزاده اصف اعجاز د فزيو په توګه ګډون کوي.










