منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د فوټبال تاريخ کې تر ټولو لوړه درجه ترلاسه کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ کب ٩١): افغانستان د فيفا له خوا د فوټبال په اعلان شوې نړيواله درجه بندۍ کې ٤٨ درجې پورته راغلى، په نړيواله کچه يې ١٤١، په اسيا کې يې ٢١ او په سوېلي اسيا کې يې لومړى مقام خپل کړى دى.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول علي کاظمي د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د فوټبال نړيوال سازمان (فيفا) نن مياشتنۍ نړيواله درجه بندي اعلان کړه.

هغه زياته کړه، په دې نوې درجه بندۍ کې افغانستان ٤٨ درجې پورته راغلى او په تاريخ کې تر ټولو په ښه ١٤١مه درجه کې راغلى دى.

د نوموړي په وينا، تېر کال افغانستان د دوو اسيايي لوبو تر ګټلو وروسته ١٦١ مقام خپل کړى و، خو بيا يې په ځينو سياليو کې له ماتې وروسته بېرته شاتګ وکړ.

کاظمي وويل، چې تېره اونۍ په لاووس کې د اسيا چيلنج کپ سياليو کې افغانستان دوه لوبې وګټلې او يوه يې مساوي پاى ته ورسوله، چې له امله يې درجه بندي ښه شوه.

د فوټبال فدراسيون دغه مسوول وايي، چې د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان په اسيا کې يويشتم مقام، خو په سوېلي اسيا کې لومړى مقام خپل کړى دى.

کاظمي وويل، چې په نړيواله درجه بندۍ کې هندوستان ١٤٣، پاکستان ١٧٢ او بنګله دېش په ١٥٢ مقام کې ځاى لري.

په دې درجه بندۍ کې جرمني لومړى ارجنټاين دويم او انګلستان درېيم مقام کې ځاى لري.