منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۰ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د فوټبال په سياليو کې خوست بدخشان او کندهار ننګرهار ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کندهار(پژواک،د کب ٢٦مه، ١٣٩١):په کندهار کې د اتو زونونو تر منځ د فوټبال په روانو سياليو کې نن د کب په ٢٦ هم دوې لوبې وشوې، چې په پايله کې يې خوست بدخشان او کندهار ننګرهار ته ماتې ورکړه.

د کندهار ولايت د فوټبال فدراسيون مسوول مدير اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د معمول په څېر نن هم د فوټبال دوې لوبې وشوې، چې د ماښام تر ناوخته وغځېدې.

 هغه زياته کړه، لومړۍ لوبه د خوست او بدخشان ولايتونو د فوټبال د لوبډلو تر منځ وشوه او خوست لوبډله و توانېده، چې يو د صفر پر وړاندې بدخشان ته ماتې ورکړي.

 ده وويل، دویمه لوبه، د کندهار او ننګرهار د لوبډلو تر منځ وه، چې دوه د صفر پر وړاندې کندهار وګټله.

 د پنجشنبې په ورځ کندهار له خوسته يو د صفر پر وړاندې او ننګرهار له بدخشانه دوه د صفر پر وړاندې لوبې ګټلې وې.

 دغه راز د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه د کابل او پنجشېر او دویمه لوبه د هرات او هلمند د لوبډلو تر منځ وه، چې د لوبې په نيمايي کې د کابل لوبډلې د پنجشېر لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

 په همدې ترتيب په دغه ورځ دويمه لوبه د هرات او هلمند د لوبډلو تر منځ وشوه، چې په پايله کې يې هرات لوبډله وتوانېده، یو د صفر پر وړاندې هلمند ته ماتې ورکړي.

 ټاکل شوې ده، سبا ورځ لومړۍ لوبه د هلمند او جوزجان د لوبډلو او دویمه لوبه د هرات او بدخشان د لوبډلو تر منځ وشي.

 په کندهار کې د اتو زونونو تر منځ د فوټبال سيالۍ د کب په ٢٢مه، په احمدشاهي لوبغالي کې پيل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

 دغه سيالۍ د هېواد په کچه د فوټبال د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په کې کابل، هرات، هلمند، جوزجان او پنجشېر په اې ګروپ کې او کندهار، خوست، جلال اباد او بدخشان په بي ګروپ کې لوبېږي.