کابل (پژواک ٣ ورى ٩٢): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډله، چې د پاکستان په لاهور ښار کې په تمريناتو بوخته ده، د دغه هېواد يوې ځايي لوبډلې ته يې په يو ورځنۍ دوستانه لوبه کې ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون د خيابان ګريډ ټو په نوم له لوبـډلې سره په لاهور ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د خيابان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې افغانستان ته د لوبې بلنه ورکړه.
نوموړى وايي، چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٧ منډې جوړې کړې او د خيابان لوبډلې ته يې د ٢٦٨ منډو هدف وټاکه.
د ١٩ کلنو لوبډلې له لوري يونس احمدزي ٦٩، ناصر جمال ٥٧، فريد ملک ٣٢ او مسلم ٢٢ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې د توپ اچوونکو (بالرانو) د ښې لوبې له امله د خيابان لوبډله يواځې په ١٧٩ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٨٨ منډو په توپير سره وګټله.
هوتک وويل، چې د ١٩ کلنو لوبډلې له لوري سيد شېرزاد درې، شرف الدين او ظهير شېرزاد دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.
د ١٩ کلنو ځوانانو ٢١ کسيزه لوبډله څو ورځې مخکې د پاکستان لاهور ته رسېدلې او د لاهور د خيابان امين کالونۍ د کرکټ اکاډمۍ په همکارۍ يې د مارچ له لسمې نېټې راهيسې تريننګ او تمرينات پيل کړي دي.
د ځوانانو د لوبډلې دغه تمرينات د اسيا ايليټ جام لپاره د تياريو د لړۍ يوه کړۍ ده.
د دغه روزنيز کمپ په پاى کې به د اسيا ايليټ جام سياليو لپاره له ٢١ کسانو څخه ١٤ کسيزه لوبډله وټاکل شي.
د اسيا ايليټ جام سيالۍ د مې مياشتې په درېيمه په ماليزيا کې پيلېږي، چې په کې افغانستان، نيپال، قطر، هانګ کانګ، امارات، بحرين، ماليزيا، تايلينډ، سعودي عربستان او کويټ ګډون کوي.
د دغو سياليو ګټونکې لوبډله به د ٢٠١٤ کال د ١٩کلنو لوبډلو په نړيوال جام کې، چې په اماراتو کې ترسره کېږي، ګډون کوي.










