کابل (پژواک ٨ ورى ٩٢): د ميدان وردګو چارواکو د کرکټ بورډ له استازي سره په دغه ولايت کې د کرکټ لوبغالي جوړولو ژمنه وکړه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي د ور په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ژمنه والي عبدالمجيد خوګياڼي د دغه ولايت له منتخبې لوبډلې سره نن په ليدنه کې وکړه.
په دغه ولايت کې د کرکټ بورډ استازي محمدناصر د خپلې لوبډلې د لاسته راوړنو په اړه د ميدان وردګو والي ته معلومات ورکړل.
ده زياته کړه، څه موده وړاندې د (LSTO) ادارې له لوري د کرکټ بورډ په چوکاټ کې د درېيو ولايتونو (ميدان وردګ، پروان او کابل) شپږو لوبډلو ګډون کړی و، چې د ميدان وردګو کرکټ منتخبې لوبډلې وکولای شول، د دغو سياليو لومړی مقام خپل کړي.
نوموړي زياته کړه، سره له دې چې په دغه ولايت کې د کرکټ بورډ ادارې په هڅو د حمزه هوتک په څېر لوبغاړي ملي او يو شمېر نور يې اې او بېلابېلو لوبډلو ته ورکړي، خو د ولايت مقام او مرکزي ادارې له لوري د دې لوبې لپاره هيڅ اسانتياوې نه دي برابرې شوې.
د هغه په وينا، دوی په دغه ولايت کې يوه دفتر، د کرکټ لوبغالي او مالي ملاتړ ته اړتيا لري.
د ميدان وردګو والي ژمنه وکړه، د کرکټ هغه لوبغالى چې پخوا د پروژو له لېست څخه ايستل شوی و، يو ځل بيا به يې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې له خوا په منظور شوو پروژو کې شامل کړي او ډېر ژر به يې د جوړولو عملي چارې پيل شي.
هغه همدا راز په دغه ولايت کې د کرکټ بورډ ادارې ته د دفتر لپاره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رياست په ودانۍ کې يوه خونه وسپارله، ترڅو د دفتر لپاره ترې استفاده وکړي.
د ميدان وردګو والي يادې لوبډلې ته د هغوی د ښو کړنو له امله د ستاينليک د ورکړې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ولايت مقام به يې د خپل توان په اندازه مالي ملاتړ هم وکړي، څو نورې برياوې ترلاسه کړي.










