کابل (پژواک ١٠ورى ٩٢): د اماراتو کرکټ لوبډلې په نيپال کې د اسيا د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه، په نيپال کې پيل او ټاکل شوې، چې لس ورځې دوام وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان لوبډلې په شل اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣مندې جوړې کړې او اماراتو ته يې د ١٤٤ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان د لوبډلې پنځه لوبغاړي يواځې په ١٧ منډو سوځېدلي وو، خو د لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل او لوبغاړي شفيق الله شفق د ښې لوبې له امله دافغانستان منډې تر ١٣٩ ورسېدې.
هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري نبي عيسى خېل ٧٢ او شفق ٥١ منډې جوړې کړې.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې ياد هدف په وروستي شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري افتاب عالم، سميع الله شينواري او نسيم بړيڅ د اماراتو يويو لوبغاړى وسوځاوه.
افغانستان تر دې مخکې بحرين او عمان ته ماتې ورکړې وه او خپله څلورمه لوبه به د وري په ١١مه له کويټ سره ترسره کړي.
د نيپال په سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.
دا سيالۍ په دوو ګرپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل دي.
افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې او دا ځل به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.









