منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان کويټ ته په ماتې ورکولو نيمه پاى لوبې ته ووت

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک ١١ ورى ٩٢):  په نيپال کې د کرکټ په اسيايي سياليو کې افغانستان کويټ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو نيمه پاى لوبې ته لار پيدا کړه.

د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل   شوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان او کويټ ترمنځ لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو  لومړى يې د کويټ لوبډلې ته د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

هوتک وايي، چې د کويټ لوبډله په شلم اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٤ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري سميع الله شينواري او نسيم بړېڅ د کويټ درې-درې، افتاب عالم او محمدنبي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف  په ډېرې اسانۍ سره په شلم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري کريم صادق ٤٦، فضل الرحمن ٢٤، نجيب ځدراڼ ٢٦، شفيق الله شفق ١٥، ګلبدين نايب ١٧ او سميع الله شينواري ٨ منډې جوړې کړې.

له دې بريا سره افغانستان د خپل ګروپ په لومړيو دوو مقامونو کې ځاى وموند او د دغو سياليو نيمه پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه، چې په دې پړاو کې به له هانګ کانګ يا نيپال سره لوبه وکړي.

افغانستان تر دې مخکې بحرين او عمان ته ماتې ورکړې وه، خو له اماراتو يې ماتې خوړلې وه.

د نيپال په سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.

دا سيالۍ پر دوو ګرپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل دي.

افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١  کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې او دا ځل به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.