کابل (پژواک ١١ ورى ٩٢): د ١٤ کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبـډله د اسيا په مقدماتي سياليو کې د ګډون په موخه نيپال ته روانه شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول سيدعلي کاظمي د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٤ کلنو تنکيو ځوانان لوبډله نن سهار شپږ بجې د کابل له نړيوال هوايي ډګره د ياد هېواد په لوري وخوځېده.
هغه زياته کړه، چې دغه لوبډله په نيپال کې د ١٤ کلنو ځوانانو د ترسره کېدونکو اسيايي سياليو په مقدماتي لوبو کې برخه اخلي.
د کاظمي په وينا، د ١٤ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د وري په ١٣مه له کوربه هېواد نيپال سره ترسره کړي.
افغانستان په په خپل ګروپ کې له بوټان او تاجکستان سره هم سيالۍ لري.
کاظمي وويل، چې د ١٤ کلنو لوبغاړو لوبډله د دې سياليو لپاره بشپړ تيارى نيولى او تر سفر مخکې يې په کابل کې ښه تمرينات ترسره کړي دي.
د هغه په وينا، د فوټبال فدراسيون د يادو سياليو لپاره ښه لوبډله ټاکلې او هيله يې څرګنده کړه، چې په يادو سياليو کې به ښې لاسته راوړنې ولري.










