منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ: د ١٩ کلنو ملي لوبډلې يوې لاهورۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله چې دا مهال په پاکستان کې په تمريناتاتو بوخته ده، په يوه تمريناتي دوستانه سيالۍ کې د پاکستان د لاهور ښار يوې ځايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په لاهور ښار کې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د ملي لوبډلې منېجر شېراغا همکار وايي، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله لوبه وکړه.

هغه د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥١ منډې جوړې کړې او د لاهور د جمخانه کلب لوبډلې ته يې د ٢٥٢ منډو هدف کېښود. د افغانستان له لوري  حشمت الله شاهدي ٥٥، شوکت زمان ٣٦، وحيد ٣٠ ، خيبر ٢٧، شاهد ٢٨ او ناصر جمال ٢٠ منډې جوړې کړې.

همکار وايي، د لاهور د جمخانه کلب لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٤٨ اورونو کې په ٢١٠ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي ٣، شرف الدين  او ظاهر شېرزاده دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې تر اوسه څلور تمريناتي لوبې کړې چې درې يې ګټلې او يوه يې بايللې ده.

له دې سياليو څخه موخه د ١٩ کلنو لوبغاړو داسيايي سياليو لپاره لوبـډله برابرول دي.