کابل ( پژواک ١٧ ورى ٩٢ ) : د افغانستان کرکټ بورډ او نجيب ضراب شرکت ترمنځ د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې د بيارغونې د چارو يو تړون لاسليک شو.
پر دې تړون دافغانستان کرکـټ بورډ له لوري اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او د نجيب ضراب شرکت د استازي ترمنځ د وري په ١٧مه، د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ په مقر کې لاسليک وشو.
پر دې تړون تر لاسليک وروسته ډاکټر نور محمد مراد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دې تړون له مخې ، د ٨٧٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د بيارغونې کارونه ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، چې له دې لګښت څخه يې پنځه سوه زره امريکايي ډالر د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي بوديجې او پاتې يې د نجيب ضراب شرکت له خوا ورکول کېږي .
د تړون له مخې به په ياد لوبغالي کې د ٢٠ مترو په عرض او ٥٠ مترو په طول سره درې پوړيز پويلين جوړېږي ، چې پکې د لوبغاړو داوسېدو، جامو بدلولو خونې، تشنابونه، د غونډو خونې او د ځانګړو مېلمنو (وي اى پي) د کښيناستو ځايونه او نور ملحقات وي .
د افغانستان کرکټ بورډ رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود ددې تړون د لاسليک کولو پر مهال د نجيب ضراب له شرکت څخه مننه وکړه، چې تل يې له کرکټ بورډ سره همکارۍ کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د بيارغونې له دغو کارونو سره به ددې لوبغالي نړيوال معيار هم ښه شي او په دې کې به په راتلونکي کې نړيوالې لوبې هم ترسره شي.
د يادونې ده، چې د غازي امان الله خان نړيوال لوبغالى دوه کاله مخکې د څه دپاسه يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د ننګرهار په غازي امان الله خان ښار ګوټي کې جوړ شوى، خو د بيارغونې ځينې کارونه يې پاتې وو.









